ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ازبکستان  څخه  جوزجان ته برېښنا غځېږي

له ازبکستان څخه جوزجان ته برېښنا غځېږي

author avatar
12 Aug 2014 - 15:48
له ازبکستان  څخه  جوزجان ته برېښنا غځېږي
author avatar
12 Aug 2014 - 15:48

شبرغان (پژواک ٢١ زمرى ٩٣): جوزجان ولايت ته د برېښنا د غځولو کار په داسې حال کې پيل شو، چې دغه ولايت ته له ترکمنستان څخه غځول شوې برېښنا ډېره کمزورې ده او په اړه يې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د دغه ولايت اوسېدونکي د جوزجان په خواجه دوکوه او اقچې ولسواليو کې، اوسمهال له ترکمنستان څخه د ١٦ مېګاواټه په ظرفيت له غځول شوې برېښنا ګټه پورته کوي، خو دا برېښنا ورته بسنه نه کوي.

په جوزجان کې د برېښنا شرکت مشر انجنير سخي سخا وايي، چې نن له مزارشريف ښار څخه جوزجان ولايت ته د شپاړس مېګاواټه نورې برېښنا د غځولو کار هم پيل شو.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه برېښنا له ازبکستانه مزارشريف ته غځول شوې او په ورته مهال يې د غځولو چارې د جوزجان د مرکز له جرقدق سيمې تر مزارشريف ښار پورې هم روانې دي.

سخا زياته کړه، چې ټاکل شوې د دې پروژې د غځولو چارې په راتلونکو درېيو مياشتو کې بشپړې شي.

د جوزجان د برېښنا شرکت مشر زياته کړه، چې د شبرغان خلک ٢٥ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، چې له مزارشريف څخه د يادې اندازې په غځولو سره به ٣٢ مېګاواټه ته ورسېږي او د برېښنا له پلوه به د دغه ولايت ټولې ستونزې هوارې شي.

هغه زياته کړه، چې د دې پروژې لګښت د برېښنا د عمومي شرکت له لوري ورکول کېږي او تر اوسه دې پروژې ته د ځانګړو شوو پيسو اندازه نه ده معلومه.

د شبرغان اوسېدونکي وايي، چې د دې برېښنا په غځولو سره به بيا جنراتورونو او د برېښنا د پياوړتيا ترانسفرمرونو ته اړتيا ونه ليدل شي او په دې اړه به له اضافي پيسو لګولو هم مخنيوى وشي.

د شبرغان ښار يوه اوسېدونکي عبدالخالق وويل: “زموږ د کور برق ډېر کمزورى دى او د برق د تېزوالي لپاره مې يو ٢٠ واټه ترنسفرمر په دوه زره افغانۍ اخيستى، خو له دې سره سره بيا هم دايمي برق نشته.”

هغه زياته کړه، چې د ورځې له خوا د شپې تر ١١ پورې له برېښنا ګټه نه شو اخيستى او کله چې برېښنا راتېزه شي ، نو هغه مهال بيا ټول ويده کېږي.

د دولت ياد کارکوونکي زياته کړه، چې د شبرغان اوسېدونکي له تېرو پنځو کلونو راهيسې له دغو ستونزو سره مخ دي او خلک د دې انتظار باسي، چې کافي برق ولري.

د ويلو ده، چې ورته مهال له مزارشريف څخه سرپل ولايت ته هم د برېښنا د غځولو چارې پيل شوې، چې ظرفيت يې څلور مېګاواټه ته رسيږي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.