ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې

اروزګان کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې

author avatar
13 Aug 2014 - 15:42
اروزګان کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
author avatar
13 Aug 2014 - 15:42

ترينکوټ (پژواک ٢٢ زمرى ٩٣): د اروزګان ولايت مسوولين وايي چې د لسګونو قابله ګانو تر روزنې وروسته په دغه ولايت کې د مور او ماشوم د مړينې کچه ٩٤ سلنه ټيټه شوې ده.

دغه څرګندونې د دغه ولايت د عامې روغتيا چارواکو د زمري په ٢٢مه د ٢٤ مېرمنو د نرسنګ په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال په ترينکوټ ښار کې وکړې.

د نرسنګ دغه ښوونځى د افغان روغتيايي او پرمختيايي موسسې (AHDS) له لوري د نړيوال بانک په مالي مرسته په لاره اچول شوى دى.

د اروزګان د والي مرستيال شېر پاچا ارګوني په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، چې قابله ګانې د خپلې ټولنې او خپلو نورو خويندو خدمت کوي.

هغه زياته کړه، چې نوې راغلې نجونې به تر دوه کلنۍ زده کړې وروسته په بېلابېلو سيمو کې د قابلګۍ د خدمت په موخه پر دندو وګومارل شي.

د ارګوني په وينا، د وروستيو کلونو پر مهال په دغه ولايت کې ګڼ شمېر نجونې د قابله ګۍ له زده کړو فارغې شوې ، چې له امله يې په دغه ولايت کې د مور او ماشوم د مړينې کچه ټيټه شوې ده.

د ولايت مرستيال وايي، چې پخوا په دغه ولايت کې په هرو سلو زرو ميندو کې د ماشوم زېږېدنې پر مهال ١٦٠٠ يې خپل ژوند له لاسه ورکاوه ، خو اوس دا کچه ٣٢٧ تنو ته راټيټه شوې ده.

د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکټر خان اغا مياخېل پژواک اژانس ته وويل، چې د ياد ښوونځي لپاره ٣١ نجونو نوم ليکنه کړې وه او نن ٢٣ تنو يې په ازموينه کې برخه واخيسته.

هغه زياته کړه، چې د برياليتوب په صورت کې به دوى د قابله ګۍ يا نرسنګ دوه کلنۍ زده کړې وکړي او تر هغه وروسته به په روغتيايي مرکزونو کې پر دندو وګومارل شي.

مياخېل وايي ، چې اوس مهال په دغه ولايت کې د قابله ګانو او نرسانو ٩٥ سلنه تشه ډکه شوې ده.

فرشته چې په نننۍ ازموينه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک اژانس ته وويل چې تر فارغېدو وروسته به په خپله ولسوالۍ کې د قابله ګۍ دنده پر مخ وړي.

د دې تر څنګ نورو راغلو نجونو هم ژمنې وکړې، چې تر دوو کلونو زده کړو وروسته به هڅه وکړي ، چې د مور او ماشوم د مړينې کچه نوره هم ټيټه شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.