ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملکي وګړو پر وژنه تورن قوماندان ووژل شو

د ملکي وګړو پر وژنه تورن قوماندان ووژل شو

author avatar
13 Aug 2014 - 14:52
د ملکي وګړو پر وژنه تورن قوماندان ووژل شو
author avatar
13 Aug 2014 - 14:52

کندوز (پژواک ٢٢ زمرى ٩٣): په کندوز ولايت کې د ملکي وګړو پر وژنه تورن قوماندان قدير د وسله والو له خوا وژل شوى دى.

دغه قوماندان د “قديرک”   په نوم شهرت درلود او د ١٣٩١ لمريز کال په وږې مياشت کې د کندوز مرکز ته څېرمه په کنم سيمه کې د ١٠ ملکي وګړو پر وژنه او د اوو نورو پر ټپي کولو تورن و.

ځايي چارواکو ويلي وو، چې دغو کسانو ته وروسته له هغه مرګ ژوبله واوښته، چې وسله والو طالبانو  په کنم سيمه کې يو غير قانوني وسله وال وواژه او وروسته وسله والو د غچ په توګه پر ملکي خلکو ډزې وکړې.

ځايي خلکو ويل، چې دغه وسله وال په قوماندان قدير پورې، چې په “قديرک”   مشهور دى، تړاو لري.

د دوى په وينا، دغه قوماندان په ګڼو جرمونو کې ښکېل دى، د وسله والو طالبانو له خوا د خپل وژل شوي کس غچ يې له ملکي وګړو اخيستى، چې بايد بندي او مجازات شي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني هم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې قدير له پخوانيو سيمه ييزو قوماندانانو و او په کنم سيمه کې د وسله والو مخالفينو له خوا وژل شوى دى.

امنيتي چارواکو د قوماندان قدير د اوسنۍ دندې په اړه څه نه دي ويلي.

خو د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش کلي يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط ويلي، چې قوماندان قدير د اقتاش او کنم په دوو سيمو  کې د غيرې قانوني وسله والو کسانو د يوې ډلې مشري پر غاړه درلوده.

هغه زياته کړه، چې دغه قوماندان په دې وروستيو څو کلونو کې د دولت وسله والو مخالفينو ته درانه ګوزارونه ورکړي وو.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د قدير په نامه د اربکيانو قوماندان چې په “قديرک” مشهور و له خپلو درېيو کسانو سره په کنم ساحه طالبانو وژلى دى.

ځايي اوسېدونکو هم قوماندان قدير اربکى قوماندان بللى دى.

اربکي هغه قومي ځواک ته ويل کېږي چې له تنخوا پرته د سيمې امنيت په خوندي کولو کې ونډه اخلي، خو دغه نوم اوسمهال هغه ځواکونو ته اخيستل کېږي، چې د دولت په چوکاټ کې رسميت نه لري او د دولت له خوا د وسله والو مخالفينو پر ضد سمبال او تمويلېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.