ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فوټبال: افغانستان په اسيا کې نولسم او په نړيواله کچه ١٢٩ مقام لري

فوټبال: افغانستان په اسيا کې نولسم او په نړيواله کچه ١٢٩ مقام لري

author avatar
14 Aug 2014 - 15:05
فوټبال: افغانستان په اسيا کې نولسم او په نړيواله کچه ١٢٩ مقام لري
author avatar
14 Aug 2014 - 15:05

کابل (پژواک ٢٣ زمرى ٩٣): د فوټبال د نړيوال سازمان، فيفا له خوا په يوه تازه خپاره شوي راپور کې افغانستان په نړيواله کچه ١٢٩ او په اسيايي کچه نولسم مقام لري.

د فيفا له خوا هره مياشت د فوټبال د لوبې نړيواله او سيمه ييزې درجه بندۍ خپرېږي.

فيفا نن (د زمري ٢٣مه) د روانې مياشتې درجه بندي اعلان کړې، چې له مخې يې افغانستان د اسيا په کچه نولسم او په نړيواله کچه ١٢٩ مقام لري.

د فوټبال د نړيوال سازمان په ويب پاڼه کې د خپرو شوو معلوماتو له مخې، افغانستان په تېره يوه مياشت کې نه پرمختګ او نه هم شاتګ کړى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، افغانستان له خپلو ګاونډيو او سوېلي اسيا هېوادونو څخه د فوټبال په لوبه کې مخکې دى.

د فيفا له خوا د خپرې شوې درجه بندۍ له مخې هندوستان په ا سيا کې ٢٦، په نړيواله کچه ١٥٠، پاکستان په اسيا کې ٣٤ او په نړيواله کچه ١٦٥ مقام لري.

دغه راز نيپال، سريلانکا او بنګله دېش هېوادونه هم له افغانستان څخه ډېر وروسته پاتې شوي دي.

خو د افغانستان دوه نور ګاونډي هېوادونه ايران او ازبکستان بيا تر ټولو مخکې دي، ايران په اسيايي کچه دويم او په نړيواله کچه ٥١ مقام، ازبکستان په اسيايي کچه درېيم او په نړيواله کچه ٥٦ م مقام لري.

په نړيواله درجه بندۍ کې جرمني لومړى، ارجنټاين دويم او هالنډ درېيم مقامونه لري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.