کابل (پژواک ٢٣ زمرى ٩٣): په کابل کې د ډنمارک نوى سفير وايي، هېواد يې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د پنجشنبې په ورځ (د زمري ٢٣مه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ډنمارک د نوي سفير “اوفي اوتو ولفېچل” باورليک د يو لړ تشريفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د باورليک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته، چې نن په ارګ کې پرځاى شول، په داسې حال کې چې د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني هم حاضر و، حامد کرزي د افغانستان لپاره د ډنمارک نوي سفير ته ښه راغلاست ووايه.
د خبرپاڼې په حواله، له دغو مراسمو وروسته، دواړو لورو د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزو اړيکو په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر کرزي د ډنمارک له مرستو څخه په ځانګړې توګه په تېرو ۱۳ کلونو کې او د افغان کډوالو لپاره د دغه هېواد له پخوانيو مرستو څخه هم مننه وکړه.
سرچينه کاږي، په مقابل کې د افغانستان لپاره د ډنمارک نوي سفير اوفي ډاډ څرګند کړ، چې هېواد به يې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
نوموړي دا هم وويل، په افغانستان کې به د خپل ماموريت پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا پراختيا لپاره هڅه وکړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن