ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د اوړو بيه لوړه شوې

کابل ښار کې د اوړو بيه لوړه شوې

author avatar
14 Aug 2014 - 14:18
کابل ښار کې د اوړو بيه لوړه شوې
author avatar
14 Aug 2014 - 14:18

کابل (پژواک٢٣ زمرى ٩٣): نن په کابل کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د عربي سرو زرو او بورې بيې لوېدلې، خو د اوړو بيه يو څه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د پنځوس کيلويي پاکستاني اوړو عمده پلور له ١٢٥٠ افغانيو څخه ١٢٧٠ افغانيو ته لوړ شوى دى..

نوموړي وويل، چې نن هم د تېرو اوو ورځو په پرتله د پنځوس کيلويي پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه له ١٨٠٠ افغانيو ١٧٢٠ ته را لوېدلې ده.

هغه وويل، چې د بورې بيه د هغې د وارداتو له امله لوېدلې ده.

د فضل الرحمن د معلوماتو له مخې، نن هم د تېرې پنجشنبې غوندې د ٢٤ کيلو پاکستانۍ اول سېله وريجو بيه ١٨٠٠ افغانۍ، د پنځه لېتره مومن غوړيو بيه ٣٨٠ افغانۍ، د يو کيلو افريقايي تورو چايو بيه ٢١٠ افغانۍ او د يوه کيلو ويټنامي شنو چايو بيه ١٨٠ افغانۍ ده.

د ځينو لومړنيو خوراکي توکو  پرچون پلور، د هغو له عمده پلور سره زيات توپير کړى، خو په ځينو مورادو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د کارته سه يو پرچون پلورونکى هټۍ وال خانعلي وايي، چې نن پنځوس کيلوګرامه بوره په ١٩٠٠ افغانۍ، ٥٠ کيلوګرامه پاکستاني اوړه په ١١٤٠ افغانۍ، ٢٤ کيلو اول سېله پاکستانۍ وريجي په ٢٢٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٧٠ افغانۍ، يو کيلو شين چاى په ٢٦٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايئ چاى په ٢٨٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د سون توکو د تېرې پنجشنبې  په پرتله کوم بدلون نه دى کړى.

د کابل ښار د وزير اباد دتېلو ټانک د مسوول عبدالبصير په خبره، نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه لېټر ډېزلو بيه ٦٣ افغانۍ او د يوه لېټر پټرولو بيه ٦٢افغانۍ ده.

د کابل ښار د تايمني په پنځم سړک کې د اوبلن ګاز پلورونکي محمدشريف وويل، چې نن يو کيلوګرام اوبلن ګاز په ٦٥ افغانۍ پلورل کېږي.

د عربي سرو زرو بيه لوېدلې ده.

د کابل د مريم لېسه بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله يو ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢١٠٠افغانيو څخه  ٢٠٠٠ افغانيو ته را لوېدلې، خو يو ګرام ايراني سره زر د تېرو اوو ورځو په څېر په ١٧٠٠افغانۍ پلورل کېږي.

  د هغه په خبره، د عربي سرو زرو بيه په نړيوالو بازارونو کې د بيو له لوړېدو سره د کابل بازارونو کې هم لوېدلې ده.

د کابل شهزاده سراى د صراف احمدشاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د پېر بيه ٥٦،٦٠  افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو ٥٦٨ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د پېرلو ارزښت  ٥٦،٧٠ افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو بيه ٥٧٢ افغانۍ وه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.