کابل (پژواک ٢٣ زمرى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي او په کابل کې د امريکا له سفير سره په کتنه کې ويلي، چې اوسني حالت د خلکو پر ژوند، اقتصادي او امنيتي حالت منفي اغېز کړى دى.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د پنجشنبې په ورځ (د زمري ٢٣مه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي نن د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي يان کوبېش او په کابل کې د امريکا متحدو ايالتونو له سفير جيمز کنينګهم سره وکتل.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په دې کتنه کې، يان کوبيش د رايو د تفتيش د پرمختګ د څرنګوالي په اړه ولسمشر ته معلومات وړاندې کړل.
ولسمشر کرزي ويلي، اوسني حالت د خلکو پر ژوند، اقتصاد او امنيتي حالت منفي اغېز کړى او د افغانستان خلک نور نه شي کولى، چې تر دې ډېر په تمه واوسي.
حامد کرزي ټينګار کړى، چې د ټاکنو پايلې په هر ډول چې کېږي، بايد پر ټاکلي موده، يعنې د روانې زېږديزې مياشتې تر پايه اعلان شي.
دغه راز ولسمشر کرزي، نن د مرکز د پوهنتونونو له استادانو سره هم د يوې ناستې پرمهال ويلي، چې افغانستان بايد تر راتلونکو ١٥ ورځو پورې نوى ولسمشر او حکومت ولري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن