مزارشريف (پژواک ٢٥ زمرى ٩٣): د مزارشريف ښاروالي وايي، چې د روضې شاوخوا حلقوي سړک جوړوي خو د دغه ښار د دشت شور سيمې اوسېدونکي بيا وايي چې د ښار په درې کيلومترۍ کې يې د کورونو څنګ ته خام سړک تېر شوى دى.
د مزارشريف د ښاروالۍ مسوولين په دغه ښار کې د سړکونو د جوړولو د چارو د چټک والي خبره کوي.
د بلخ د مرکز مزارشريف ښاروالۍ مرستيال عتيق الله وهاب د زمري په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په پام کې ده په روان لمريز کال کې د ښار د سړکونو د پخولو چارې لا چټکې شي.
نوموړي زياته کړه، په پلان کې لري، چې د دغه کال تر وروستيو ۱۲،۵ کيلومتره فرعي او عمومي سړکونه قير کړي.
د هغه په وينا، په ټوليزه توګه په روان کال کې د ۱۷ سړکونو د پخولو پلان چمتو شوی چې تر دې دمه يې ۱۳ سړکونه، چې ۵ کيلومتره کېږي، قير شوي او ويالې يې هم پخې شوې دي.
وهاب وويل، چې د سړکونو د قيرولو د روانو چارو په پام کې نيولو سره هوډ لري، چې د روان کال تر پايه به پاتې ۵ سړکونه هم قير شي.
نوموړي زياته کړه، چې په ښار کې د روضې شاوخوا د موټرو تراکم کمولو په موخه د حلقوي سړک د جوړېدو پلان هم چمتو شوی دی.
د هغه په وينا، ياد سړک د جاپان هېواد په مالي مرسته جوړېږي، چې ښايي په روان کال کې يې د جوړېدو چارې پيل شي.
وهاب وويل، چې د روضې شاوخوا حلقوي سړک د بهرنيو انجنيرانو له خوا ډيزاين شوی، چې د هېواد په کچه به اساسي حلقوي سړک وي.
د مزارشريف اوسېدونکي د ښار د ورته پرمختګ ستاينه کوي خو ځيني وايي، چې د ښار د بيارغونې په روانو چارو کې د مور او ميرې سلوک کېږي.
د مزارشريف ښار شمال لور ته په درى کيلومترۍ کې د نهمې ناحيې اوسېدونکي محمد بشير پژواک خبري اژانس ته وويل، خوښ دی چې ښار يې د هېواد په کچه د پرمختګ په حال کې دی.
نوموړي زياته کړه: ((کله چې له ښاره د باندې يم؛ نو د مزارشريف د ښه جوړېدو کيسې چې اورم خوشالېږم؛ خو چې کله په ښار کې خپلې سيمې ته راشم نو بيا حيرانېږم، چې ولې د ښار له دې برخې سره د مور او ميرې سلوک کېږي.))
د هغه په وينا، د مزارشريف ښار پرته ل شمالي ساحې د نورو ټولو خواوو مهم سړکونه يې قير شوي دي خو د دشت شور سيمې اوسېدونکي له تېرو لسو کلونو د ښار په منځ کې د خام سړک څنډو ته ژوند کوي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن