ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ صادرات ۷۰ او واردات ۳۵ سلنه کم شوي

د بلخ صادرات ۷۰ او واردات ۳۵ سلنه کم شوي

author avatar
17 Aug 2014 - 18:03
د بلخ صادرات ۷۰ او واردات ۳۵ سلنه کم شوي
author avatar
17 Aug 2014 - 18:03

مزارشريف (پژواک ٢٦ زمرى ٩٣): د دغه ولايت د سوداګريزو خونو مسوولين وايي، چې د ټاکنو د پايلو ځنډ او وروستيو سياسي حالاتو له امله د بلخ ولايت صادراتو کې ۷۰سلنه او په وارداتو کې ۳۵ سلنه کمښت راغلی دی.

د بلخ دولتي مسوولين او سوداګر وايي، چې د ټاکنو وروستيو ناندريو  په دغه ولايت کې سوداګريزې او اقتصادي چارې له خورا ستونزو سره مخ کړې دي.

د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو مرستيال ارش يونسي د زمري په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هېواد په کچه وروستيو سياسي حالاتو د بلخ ولايت سوداګريزې چارې خورا ټکنۍ کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په سوداګريزه برخه کې په صادراتو او وارداتو کې کمښت راغلی او په توليدي برخه کې سلګونه وړې او غټې فابريکې بندې شوې دي.

د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې د ۱۳۹۲لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د صادراتو کچه ۱۷۴۰موټرو ته رسېده، چې د روان کال په دغو مياشتو کې له ۵۰۰ هم راټيټه ده.

ارش همداراز د وارداتو په برخه کې وويل، چې پنځه مياشتې وړاندې به هر سوداګر شاوخوا ۲۵ واګونه سوداګريز توکي واردول؛ خو په دې شپو ورځو کې دغه کچه ۵ واګونو ته راټيټه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په توليدي برخه کې سلګونه وړې او غټې فابريکې د روان سياسي حالات له امله بندې شوې دي.

د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې تېر کال ۲۶۰ فابريکې فعالې وې، چې د وروستيو سياسي کړکېچونو له امله يې دم ګړۍ څه باندې ۵۰ فابريکې په ټکنيتوب پر مخ ځي.

ارش وويل، چې به دغو فابريکو ډېری، د مشروباتو، د پخو خښتو، پلاستيکي توکو او د خوراکي توکو وې.

د خراسان سوداګريز شرکت مسوول حاجي محمدشفيق پژواک ته وويل، چې وروستيو سياسي کړکېچونو سوداګر وېرولي او پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

نوموړي زياته کړه، د دوی شرکت د خوراکي توکو صادرات کوي، چې له تېرو شپږو مياشتو يې کچه ۸۰سلنه راټيټه کړې ده.

د هغه په وينا،  مجبور دي چې له بازار سره سم کار وکړي، همدا لامل دی چې له دوی څخه غوښتنه نه کېږي او چارې يې ټکنۍ شوې دي.

د احمد په نوم د پخو خښتو فابريکې مسوول احمد فريد پژواک ته وويل، چې په تېر کال کې يې په اټکليزه توګه هره مياشت ۵۰زره خښتې توليدولې.

نوموړي زياته کړه، چې وروستيو سياسي اړو دوړو په بلخ ولايت کې پر ساختماني چارو منفي اغېز کړی، چې له امله يې د دوی چارې ټکنۍ شوې دي.

د هغه په وينا په روان کال کې يې تر دې دمه تر ۱۰۰زره پورې خښتې توليد کړي، چې لا هم ټولې پلورل شوې نه دي.

د بلخ ولايت د ګمرک مسوولين هم په دغه ولايت باندې د هېواد په کچه د وروستيو سياسي حالاتو د منفي اغېز پخلی کوي.

د دغه ولايت د ګمرک ريس عبدالستار سرحال پژواک ته وويل، چې د بلخ ولايت په عوايد کې په ورځني توګه ۵۰سلنه کمښت راغلی دی.

نوموړي زياته کړه، چې د دوی د ورځينو عوايدو اټکل ۲۸ ميليونه افغانۍ و خو له تېرو پنځو مياشتو يې ورځني عوايد له ۱۳ميليونه افغانيو لوړ شوي نه دي.

د هغه په وينا، که چېرې په نږدې موده کې سياسي حالات بېرته عادي حالت ته راشي نو دوی کولی شي په راتلونکو مياشتو کې د تېرو پنځو مياشتو د عوايد جبران وکړي.

خو سرحال وويل، چې که چېرې سياسي حالت همداسې روان پاتې شي نو د بلخ سوداګريزې او اقتصادي چارې به په صفر کې ضرب شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.