کابل (پژواک ٢٦ زمرى ٩٣): هند وايي، له افغانستان سره د يوه ځواکمن، سوله ييز، متحد، ديموکراتيک او سوکاله افغانستان د جوړولو په برخه کې، خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکوي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د يکشنبې په ورځ (د زمري ٢٦مه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څرګندونې د هند لومړي وزير “نارندرا مودي” د افغانستان د خپلواکۍ د ٩٥مې کليزې د رارسېدو په مناسبت، ولسمشر حامد کرزي ته په رالېږل شوي د مبارکۍ په پيغام کې کړې دي.
ده ولسمشر کرزي ته ويلي: “خوښ يم چې د هند حکومت او خلکو په استازيتوب د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت خپلې نېکې هيلې او تبريکي، تاسو او د افغانستان خلکو ته وړاندې کوم.”
ده زياته کړې، هند د افغانستان د ورور او ګاونډي هېواد په توګه، له افغانستان سره د څو اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو پياوړتيا ته ځانګړى ارزښت ورکوي. دغه همکارۍ د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ پر نېک نيت ولاړې دي، چې بنسټ يې د هند او افغانستان د ګډو هيلو له مخې په سيمه کې د پرمختګ، سولې او ثبات د ټينګښت د هڅو په هدف اېښودل شوى دى.
دى وايي: “هند به د افغانستان له حکومت او خلکو سره د يوه ځواکمن، سوله ييز، متحد، ديموکراتيک او سوکاله افغانستان د جوړولو په برخه کې، خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکوي.”
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن