کلات (پژواک ٢٧ زمرى ٩٣): د کابل –کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله ٢٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه پېښه د يادې لويې لارې په اوږدو کې د زابل ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د زابل د عامې روغتيا رييس ډاکټر لعل محمد توخي د زمري په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې رامنځته شوې ده.
نوموړی زياته کړه چې د شهرصفا ولسوالۍ د پل سنګي په سيمه کې د يوه کاسټر او مازدا موټرو تر منځ ټکر شوى، چې له امله يې پنځه تنه مړه او ٢٤ نور ژوبل شوي دي.
د ده په خبره چې په مړو کې يوه مېرمن، يو ماشوم او درې نارينه شامل دي او په ټپيانو کې هم ښځې او ماشومان دي.
توخي وويل چې د پېښې قربانيان د امنيتي ځواکونو له خوا د کلات روغتون ته لېږدول شوي چې د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د جلدک له سيمې د عبدالواحد په نوم يوه تن پژواک اژانس ته د ټيلېفون پر کرښه وويل چې د لويې لارې پر څنډه يو مازدا موټر د سړک پر غاړه ولاړ و او کله چې ټونس موټر تر مازدا د تېرېدو هڅه کوله نو له کاسټر موټر سره يې ټکر وکړ.
د نوموړي په وينا، د پېښې ټپيان د خلکو په شخصي او د پوليسو په موټرو کې روغتون لېږدول شوي دي.
د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني له پژواک اژانس سره په خبرو کې د جلدک په سيمه کې د ترافيکي پېښې رامنځته کېدل تاييد کړل.
نوموړی وايي چې د پېښې د څېړنې لپاره د ترافيک پوليس سيمې ته رسېدلي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا په ترافيکي پېښو کې د هېوادوالو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
وړمه شپه په بادغيس ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٣٤ تنه مړه او ١٥ نور ژوبل شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن