کابل(پژواک، ٢٧ زمرى ٩٣): د هېواد هوايي شرکتونو الوتکې به سعودي عربستان ته د اجازه ليک په تر لاسه کولو سره د بيت الله شريف د زيارت کوونکو د لېږد چارې تر سره کړي.
تر دې مخکې د سعودي عربستان د هوايي چلند ادارې په ټولو اسلامي هېوادونو کې د حاجيانو د لېږد لپاره له وړاندې څخه ځينې شرطونه اېښى وو، چې له مخې يې هغه الوتکې، چې د جوړېدو نېټه يې له ٢٥ کلونو واوړي؛ هغه هېواد ته د الوتنې اجازه نه لري.
خو د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې په خبرپاڼه کې، چې يوه کاپي يې د دوشنبې په ورځ(د زمري ٢٧مه) پژواک خبري اژانس ته رسېدلې؛ راغلي چې دغه له وړاندې اېښى شرط د افغان خصوصي هوايي شرکتونو په اړه لغوه شو او د هېواد هوايي شرکتونو ته اجازه ورکړل شوه، چې سعودي عربستان ته الوتنې وکړي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د هېواد هوايي شرکتونو ته د الوت اجازې له صدور سره به بيت الله شريف ته د زيارت کوونکو د استولو بهير پيل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ رياست دويم مرستيال او حج فريضي دملي کمېټې مشر د وزيرانو شورا په غونډه(د زمري ٢٠مه) کې ويلي و ، چې عربستان سږ کال د هوايي شرکتونو د الوتکو لپاره سعودي عربستان ته د حاجيانو د لېږد لپاره يو لړ نوي تخنيکي شرايط وضع کړي، چې له مخې يې د هېواد هوايي شرکتونه تر اوسه له هغه هېواد څخه د الوتنې د جواز په تر لاسه کولو نه دي توانېدلي.
نوموړې يادونه کړې وه، دهغو ناستو په ترڅ کې، چې د هېواد له هوايي شرکتونو سره يې درلودې، هغوى ته دنده وسپارل شوه، څو د سعودي عربستان پر لوري د الوتکو تخنيکي ستونزې د وږي مياشتې تر ٢٥مې نېټې پورې د ترانسپورټ او هوايي چلند، حج او اوقافو وزارت او د هوايي چلند د خپلواکې ادارې له لارې حل او که داسې ونه شي، نو په دې صورت کې به د حج فريضې ملي کمېټه د نورو کمپنيو د الوتکو د چارتر کولو اقدام وکړي، چې دغې پرېکړې د وزيرانو شورا تاييد هم تر لاسه کړ.
د حج او اوقافو وزارت د چارواکو په خبره، ټاکل شوې، چې د بيت الله شريف ته د زيارت کوونکو لېږد دوې اونۍ وروسته پيل او د هر زيارت کوونکې لګښت د پخوانيو کلونو په پرتله له ٣٠٥٠ ډالرو څخه ٢٧٠٠ افغانيو ته راښکته شوى دى.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستيال داعي الحق عابد پژواک خبري اژانس ته ويلي و ، چې دغه لګښتونه د زيارت کوونکو د شمېر له کېدو سره په سعودي عربستان کې د استوګنځايونو د کرايو له کمښت سره کم شوي دي.
د عابد د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې، چې سږ کال به هم د تېر کال په څېر ٢٤ زره حاجيان د حج فريضې ادا کولو لپاره د اريانا، کام اير او صافي هوايي شرکتونو له لارې سعودي عربستان ته واستول شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن