ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په عملياتو کې ١٠ وسله وال مخالفين وژل شوي

د کندوز په عملياتو کې ١٠ وسله وال مخالفين وژل شوي

author avatar
18 Aug 2014 - 16:13
د کندوز په عملياتو کې ١٠ وسله وال مخالفين وژل شوي
author avatar
18 Aug 2014 - 16:13

کندوز (پژواک ٢٧ زمرى ٩٣): په کندوز ولايت کې د امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو پر مهال د وسله والو مخالفينو د دوو قوماندانانو په ګډون لس طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني پژواک ته وويل، چې دغه شمېر وسله وال مخالفين تېره شپه د امام صاحب ولسوالۍ په ګنبد او د کندوز مرکز په ګل تپې سيمو کې د ملي اردو او پوليسو له لوري په ګډو چاڼيزو عملياتو کې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کسانو کې د مولوي عثمان او قاري اختر په نومونو دوه قوماندانان هم شامل دي.

حسيني زياته کړه، چې له دې ډلې پنځه تنه د ګل تپې په لرخابي کلي او پنځه نور د کندوز د مرکز په سه اب او د امام صاحب ولسوالۍ په ګنبد سيمه کې وژل شوي دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکيانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او همدارنګه عمليات په نورو ناامنو سيمو کې هم دوام لري.

د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي وويل، چې د څلورو وسله والو مخالفينو مړي په سيمه کې پاتې دي.

هغه زياته کړه: “وسله والو مخالفينو پرون شپه په ګنبد سيمه کې، د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى و، چې ما په خپله هم په دې جګړه کې ګډون درلود او د جوماتونو د لوډسپېکرونو له لارې مو د هغوى د ترانو اوازونه اورېدل.”

قريشي وويل، چې د پول مدير، سه کُپرک او په اسکي سيمو کې درې کلي د طالبانو په واک کې دي او که چېرې دې ولسوالۍ ته ژر تر ژره پام ونه شي نو د دې احتمال شته چې يو شمېر نور کلي هم د دوى لاسونو ته لوېږي.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې، چې د امام صاحب د ولسوالۍ ډېرې سيمې يې تر خپلې ولکې لاندې نيولې او دولتي ځواکونو ته يې ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي يادې سيمې د ځنګل، ګنبد، هجران، يخمچال، البيرودي، ايشانان، اورتبلاقي، ايشاپ توپ، خان اباديان، ايچکلي، دوراهي، خروټي، قرغز، قتربلاق، جوى بيګم، کونچک، توياچي، سنګلاق او ارباب اعظم په نومونو يادې کړې دي.

خو سيمه ييزو چارواکو بيا دغه ادعا رد کړې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.