پل علم (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٣): د لوګر چارواکي وايي، چې په بره کي برک ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد له امله دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د بره کي برک ولسوال انجنير محمد رحيم امين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته په شاوخوا څلورنيمو بجو د يادې ولسوالۍ د قدير کلا په سيمه کې، پر دوو موټرسايکل سپرو سيمه ييزو پوليسو ځانمرګى بريد شوى دى.
ده زياته کړه، په دې بريد کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او ځانمرګى ټوټې ټوتې شوى دى.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش هم ياده پېښه تاييد کړه.
له بلې خوا د لوګر د څرخ ولسوال خليل الله کمال وايي، چې نن له غرمې وروسته وسله والو مخالفينو د دې ولسوالۍ پر ودانۍ او د څرخ اړوند د ډبر پر امنيتي پوستې بريدونه کړي، چې يو ساعت يې دوام کړى دى.
د هغه په وينا، په دې بريدونو کې يواځې د ملي اردو يو سرتېرى ټپي شوى دى.
وسله والو طالبانو د يادو دواړو پېښو په اړه تراوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې دوه شپې وړاندې، سلګونو وسله والو طالبانو د لوګر پر ازرې ولسوالۍ بريد کړى وو، چې د چارواکو په وينا، وسله وال يې تر مرګ ژوبلې وروسته په شا تمبولي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن