جلال اباد (پژواک ٢٨ زمرى ٩٣) : د ننګرهار ولايت فرهنګيانو له حکومته غوښتنه وکړه، چې د غازي امان الله خان مقبر دې په سمه توګه ورغوي.
دوى دا غوښتنه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ٩٥ يمې کاليزې پر وياړ د غازي امان الله پر مقبرې د ګلونو ګېډې د اېښودلو پر مهال وکړه.
هغوۍ نيوکه وکړه، چې د غازي مقبره په ډېر بد حالت کې ده ،ولايتي اداره يې په جوړولو او هم د خپلواکۍ د ورځې په نمانځه کې پاتې راغلې ده.
د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو ټولنې منشي رحمت الله زيارمل پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولايتي اداره بايد د غازي امان الله خان مقبره ورغوي.
دى په ننګرهار کې د خپلواکۍ د ورځې نمانځل کمرنګه بولي او وايي چې د غازي امان الله خان مقبره په ننګرهار کې ده؛ نو بايد په ډېرو شاندارو مراسمو سره نمانځل شوى واى.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ډاکتر لعل محمد دراني نيوکه وکړه،چې ولايتي چارواکو يوازې يو کوچنى ګل د غازي په قبر ايښى او ډېر ژر په خپلو دفترونو ستانه شوي.
ده زياته کړه: ((وګورئ! هېڅوک نه دي خبر چې نن د خپلواکۍ ورځ ده، دا ښار بايد په بيرغونو پوښل شوى وى؛ خو له بده مرغه ولايتي ادارې په دې خاطر چې څوک خبر نشي هېڅ مراسم تر سره نه کړل.))
د دراني په خبره چې د ننګرهار ولايتي ادارې د غازي امان الله خان له کارنامو سره جفا کړې او د ولسونو په استازى دى ترې ناراضه دى.
اخوا د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين د خپلواکۍ د ٩٥ يمې کليزې د نماځنې پر مهال وويل، دا ورځ بايد بې ارزښته ونه ګڼل شي،ځکه د ملي يووالي د يو موټي افغانستان ښکارندوى کوي.))
لودين وايي، چې مرکزي اداره بايد د دغې ورځې د نمانځلو لپاره فرمان جاري کړي؛ څو په ټولو ولاياتو کې ونمانځل شي.
دى مني چې د غازي امان الله خان د مقبرې ودانۍ زړه ده او بايد نوې شي، د ده په خبره چې دى به په خپلو راتلونکو پروګرامونو کې د يادې ودانۍ د جوړېدا لپاره پلان لري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن