ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور پوليس او يو ملکى وګړى وژل شوي

څلور پوليس او يو ملکى وګړى وژل شوي

author avatar
19 Aug 2014 - 14:22
څلور پوليس او يو ملکى وګړى وژل شوي
author avatar
19 Aug 2014 - 14:22

 جلال اباد، خوست (پژواک   ٢٨ زمرى٩٣): په خوست او لغمان ولايتونو کې د پېښو پر مهال څلور پوليس، يو ملکي وګړى وژل شوي او دوه ملکي کسان ټپيان دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د اليشنګ ولسوالۍ د باد رو  او څينزو په سيمو کې ماين چاودنې شوي دي.

ځواک وويل،په دې بېلابېلو چادونو کې يوه ښځه وژل شوې، يو ځوان هلک او يوه ښځه ټپيان شوي دي.

اخوا په خوست ولايت  کې څلورو پوليسو او يوه ملکي وګړي د وژل کېدو خبر ورکړل شوى.

د خوست امنيتي چارواکي په دې  اړه رسنيو ته څه نه وايي، خو د ولايتي شورا رييس سيدکريم خان خاکسار د يادې پېښې پخلي کړ‌ى.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د مرکز اړوند د متون د ګلزار اکا په سيمه کې وسله الو د پوليسو د کزمې پر موټر بريد وکړ .

هغه وايي، چې په دې بريد کې په موټر کې ناست څلور پوليس او يو ملکي وګړى وژل شوي.

د خوست د عامې روغتيا رياست يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې له  دې پېښې ورته پنځه مړي ور وړل شوي وو.

سرچينې زياته کړه، چې په وژل شوو کې څلور ملي پوليس او يو ملکي وګړي وو.

د ياد بريد مسووليت طالبانو پر غاړه اخيستي او زياته کړې يې ده، چې د پوليسو وسلې او ځينې نور مهمات يې هم له ځان سره وړي دي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.