محمودراقي (پژواک ٢٩ زمرى ٩٣): د کاپيسا ولايت چارواکي او ځينې خلک وايي ، چې وسله والو مخالفينو په تګاب کې د هغو موټر چلوونکو جنازې بندې کړې ، چې نړيوالو ځواکونو ته مالونه لېږدوي.
د تګاب ولسوالۍ د اوسېدونکو په وينا، په دې ولسوالۍ د دوه هغو کسانو جنازې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا منع شوې، چې نړيوالو ځواکو ته يې مالونه لېږدول.
د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حبيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسوالۍ د بدراب سيمې يو اوسېدونکی حفيظ الدين ، چې د اکمالاتي موټرو چلوونکى و، څه موده وړاندې د کندهار -کابل پر لويه لاره د وسله والو له خوا وژل شوی و .
هغه زياته کړه، کله چې د هغه جنازه تګاب ته ور وړل شوه، نو وسله والو يې کورنۍ او د سيمې ملايانو ته اخطار ورکړ چې د هغه جنازه دې نه کوي.
دغه راز د شاه اغا په نوم د تګاب د احمدزيو سيمې اوسېدونکی وايي د دوی د عمه زوی د نړيوالو ځواکونو لپاره له کندهار، مزار او کابل ته مالونه وړل خو د وسله والو په يو بريد کې ووژل شو، خو کورنۍ يې پرته له جنازې خاورو ته وسپاره.
د تګاب ولسوال عبدالقدوس ساپي وايي چې د بدراب سيمې يه د يوه کس په اړه معلومات لري او دا تاييدوي، چې وسله وال د سيمه ييزو پوليسو او هغه کسان چې له بهرنيانو سره کار کوي جنازې يې نه پرېږدي.
خو د مولوي شيرين په نوم يو ديني عالم وايي، هغه څوک چې مسلمان وي او هغه څوک، چې د خپل اولاد د نفقې ګټولو لپاره هڅه کوي د هغوى د جنازې منع کول په اسلام کې نشته.
ده زياته کړه: ((نه غواړم په دې اړه څه ووايم ځکه چې په هېواد کې سياسي لوبې روانې دي او غريب ولس په هېڅ شي خبر نه دى.))
د يادونې ده، تر دې پخوا وسله والو په تګاب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو جنازې بندې کړې وې.
وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادې موضوع په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن