ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې  د درېيو مهمو پلونو د جوړولو چارې  ټکنۍ روانې دي

جلال اباد کې د درېيو مهمو پلونو د جوړولو چارې ټکنۍ روانې دي

author avatar
20 Aug 2014 - 17:48
جلال اباد کې  د درېيو مهمو پلونو د جوړولو چارې  ټکنۍ روانې دي
author avatar
20 Aug 2014 - 17:48

جلال اباد (پژواک ٢٩ زمرى ٩٣): د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي ، چې د جلال اباد ښار اړوند د درېيو مهمو پلونو د جوړولو کار  څو مياشتې مخکې پيل شوى، خو چارې يې ډېرې ټکنۍ روانې دي.

په دې وروستيو کې د حکومت له خوا د جلال اباد ختيځ ته د بهسودو پول، د ښار لوېديځه برخه کې د جندرما پول او سوېل لور ته د فارم هډې د پلونو د جوړولو چارې پيل شوې دي.

د جلال اباد ښار د بګراميو اوسېدونکى ممتازالحق پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې قوماندانۍ ته څېرمه د لويې لارې پر پول چارې پيل شوې، خو تر اوسه يې لس سلنه کار هم نه دى ترسره شوى.

دى وايي چې اړوند رياست بايد په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي، که چېرې يې قراردادي شرکت چارې نه شي بشپړولى نو بايد قرارداد ورسره له منځه يوسي.
ده زياته: ((تاسو چې کله سهار پر دې پول تېريږئ نو پوره يو ساعت انتظار به کوئ، خو دا درې مياشتې کېږي چې دويم پول چارې پيل دي خو تر اوسه يې کارونه ډېر سست دي. ))

د فارم هډې اوسېدونکى نويد چې په جلال اباد ښار کې هټۍ لري پژواک اژانس ته وويل چې د فارم هډې د دوهم پول چارې هم له تېرو درېيو مياشتو راهيسې پيل دي خو تر اوسه پورې يې ډېره کمه برخه پاى ته نه ده رسېدلې.

هغه پر اړوندو ادارو غږ وکړ چې د ياد پول د چارو په چټکولو کې دې جدي هلې ځلې وکړي تر څو پول جوړ او خلک له ستونزو خلاص شي.

نوموړي زياته کړه: ((کله چې د پول پرانيسته وه، نو چارواکو ژمنه کړې وه، چې په شپږو مياشتو کې به  ګټې اخيستنې ته وسپارل شي حال دا چې اوس يې له درېيو مياشتو ډېر وخت تېر شوى، خو دوه سلنه کار يې هم نه دى شوى.))

د ده په خبره چې چارواکي بايد د پروژو له چارو پر خپل وخت څارنه وکړي، تر څو قراردادي شرکتونه پر خپل وخت چارې پاى ته ورسوي.

د ښېوې ولسوالۍ اوسيدونکى سيد نبي پاچا هم ورته شکايت کوي او وايي چې څو مياشتې وړاندې د بهسودو دوهم پول د رغونې چارې پيل شوې، خو تر اوسه يې د جوړېدو کوم درک نه دى لګېدلى.

دى وايي چې تر کوچني اختر پورې پر ياد پول هېڅ ډول کار نه دى شوى او له هغه وروسته يواځې يو بېلدوز راوړل شوى، هغه هم د سيند په منځ کې بې کاره ولاړ وي.
د نوموړي په خبره چې د بهسودو دوهم پول له تېرو دوو کلونو راهيسې ځنډول شوى، خو اوس يې چارې ډېرې سستې روان دي.

پاچا زياته کړه: ((هره ورځ په ساعتونو ساعتونو خلک په انتظار ولاړ وي، خو چارواکي د خلکو مشکلاتو ته نه ګوري، يواځې خپلې برخې اخلي.))

دى پر ولايتي شورا هم غږ کوي چې د پلونو له چارو دې نظارت وکړي او د چټکۍ لپاره دې پر شرکت او نورو اړوند اداراتو فشار راوړي.

د جلال اباد ښار اړوند د فارم هډې او جندرما پول جوړوونکي شرکت يوه کارکوونکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد پول په جوړېدو کې ځينې ستونزې د وزارت له لوري رامنځته شوې وې، چې له امله يې چارې يو څه خنډنۍ شوې، خو اوس ستونزې هوارې دي او پر ياد پول باندې کار روان دى.
نوموړي زياته کړه، دوى هڅه کوي چارې نورې هم چټکې کړي، تر څو هغه ضايع شوى وخت چې په په ستونزو کې تېر شوى جبران يې وکړي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى هم پر اړوندو ادارو او شرکتونو نيوکه کوي چې د يادو درېيو واړو پلونو چارې ټکنۍ روانې دي.

دى وايي چې دوى هم وخت ناوخت له يادو پلونو څارنه کړې، خو کله نا کله تخنيکي ستونزې د چارو د مخنيوي لامل کېږي.

د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير رسول ګل فقير پژواک اژانس ته وويل چې د جندرما پول په جوړولو له ډېر پخوا کار پيل شوى، خو د وزارت له لوري ځينې تخنيکې ستونزې موجودې وې، چې اوس حل شوې او چارې روانې دي.

ده زياته کړه چې ياد شرکت د دغه پول د جوړولو لپاره دوى ته ١٤ مياشتې وخت ورکړى و او لا هم له دوى سره شپږ مياشتې وخت شته تر څو ياد پول په کې جوړ کړي.
هغه زياته کړه: ((د فارم هډې پول چارې هم روانې دي، خو يواځې دې ته په تمه يو چې ګرمي لږه راکمه شي، تر څو موږ اوبه بندې کړو، ځکه که اوس يې بندوو زرګونه هکټاره ځمکه له بې اوبو کيږي.))

فقير  دا هم وويل، چې د وزارت له لوري بېلابېل د څارنې ټيمونه راځي او له درېيو واړو جوړېدونکو پلونو څخه نظارت کوي.

نوموړي د بهسودو پول په اړه وويل چې چارې يې  له څو کلونو راهيسې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله نه وې پيل شوې.

فقير زياتوي چې د بهسودو د پول چارې ډېرې ښې روانې دي او دوى هيله مند دي چې  چې دا پول به په ډېر ښه کيفيت سره ګټې اخيستنې ته سپارل کيږي.

ياده دې وي چې د جلال اباد ښار د درېيو دروازو زاړه پلونه د ړنګيدو له ګواښ سره مخ دي، خو په دې وروستيو مياشتو کې يې ځينې بيا ترميم شوي او په خوا کې يې د دوهمو پلونو د جوړېدا چارې پيل شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.