ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ارګو زيانمنو ته د ښارګوټي جوړولو چارې پيل شوې

د ارګو زيانمنو ته د ښارګوټي جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
20 Aug 2014 - 16:39
د ارګو زيانمنو ته د ښارګوټي جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
20 Aug 2014 - 16:39

فيض اباد (پژواک ٢٩ زمرى ٩٣):  د بدخشان د ارګو ولسوالى د اب باريک کلي ناورين ځپلو د سرپناه ستونزه به د څه باندې زرو کورنيو لپاره د يوه ښارګوټي په جوړولو حل شي.

د روان کال د غويي مياشتې په ١٢مه په ارګو ولسوالۍ کې د غره ښوېيدنې له امله د اب باريک کلى تر خاورو او خټو لاندې شو، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ٤٠٠ کسان په کې مړه شول.

د قربانيانو کورنيو دغه طبيعي پېښه د کوچني يا صغرا قيامت په نوم نومولې او له هغې وروسته په دې ولسوالۍ کې د څه باندې ٤٠٠ کورنيو لپاره دوه لنډ مهالي پنډغالي جوړ شوي دي.

که څه هم له دغه ناورين ځپلو سره پرېمانه کورنۍ او بهرنۍ مرستې پيل شوې او هغوى په پنډغالو کې کومه ځانګړې ستونزه نه لري، خو په تکراري ډول د سرپناه له نشتوالي شکايت کوي او د دې ستونزې د حل غوښتونکي دي.

دا دى د ښارګوټي د جوړولو کار پر ٣٠٠ جريبه ځمکه پيل شوى او ټاکل شوې چې په لومړي پړاو کې د ٦٠٠ کورنيو لپاره د استوګنې کورونه جوړ شي.

د بدخشان د ښار جوړونې رييس طاهر يعقوبي وايي، چې په دغه ښارګوټي کې ټولې ښاري اسانتياوې لکه پارکينګ، شنه ساحه، جومات، دارالعلوم، دارالحفاظ، ښځينه او نارينه لېسې، روغتيايي کلينيک، حمام، هټۍ او نور ښاري خدمات شته او د ښارجوړونې له نورمونو او معيارونو  او ملي قوانينو سره سم  به جوړ شي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يو جريب ځمکه په ١٢٧زره افغانۍ پېرل شوې او د هرې کورنۍ لپاره درې کوټې، يو تشناب او يوه ټټۍ په پام کې نيول شوې، چې په پنځه بسوې ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول د ١٢زره ډالرو په لګښت جوړېږي.

يعقوبي زياته کړه، چې د ځمکې د پېرلو او رغونې لپاره ٧٥ ميليونه افغانۍ د حکومت، د هېواد د بېلابېلو برخو  ملي سوداګرو، خلکو او ځينو هېوادونو له خوا د بدخشان بانکي حساب ته جمع شوې دي.

د بدخشان د ښار جوړونې رييس وايي، چې دغو انجنيرانو په ارګو ولسوالۍ کې د دغه ښارګوټي لپاره يو خوندي ځاى تثبيت کړى او دغه ښارګوټى د زرو کورنيو لپاره په پام کې نيول شوى دى، چې په وروستيو پړاوونو کې به هغه کورنۍ هم ور ولېږدول شي، چې د غره ښويېدنې له ګواښ سره مخ دي.

د اب باريک کلي د اوسېدونکو په استازولي حاجي مصمم د ملي بنسټونو، خلکو، موسساتو او هېوادونو له مرستو په مننې وويل: ((خوښ يم چې د ارګو د ناورين ځپلو لپاره چې اوسمهال تر خېمو لاندې ژوند کوي؛ ښارګوټى جوړېږي او د خېمو له ژونده ژغورل کېږي.))

هغه زياته کړه، چې ناورين ځپلي د خوراکي توکو او روغتيايي خدمتونو له اړخه کومه ستونزه نه لري، خو د دوى يواځېنۍ ستونزه د سرپناه نشتوالى دى او هيله ده، چې دغه ښارګوتى ډېر ژر بشپړ او کورنۍ ور ولېږدول شي.

خو له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې عمومي رييس محمد دايم کاکړ د دغه ښارګوټي د پرانيستې مراسمو ته وويل،  کوښښ کوي چې د دغه ښارګوټي د جوړولو کار ډېر ژر پيل او پړاو په پړاو بشپړ شي.

کاکړ زياته کړه: ((د اب باريک کلي اوسېدونکې دې نه بې حوصلې کېږي، موږ به په دې برخه کې هېڅ ډول هڅه درېغ نه کړو.))

د بدخشان والي شاه ولي الله اديب وويل، ټاکل شوې چې د دغو ٦٠٠ کورونو کار تر درېيو راتلونکو مياشتو پورې پيل او د ژمي تر را رسېدو وړاندې بشپړ او هغه کسان په کې ځاى پر ځاى شي، چې تر خېمو لاندې ژوند کوي.

د يادونې وړ ده، هندوستان د دغه ښارګوټي د جوړېدو لپاره يو ميليون ډالر مرسته کړې ده .

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.