ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه ښار يوه څلورلارې جوړه او د شهيدانو په نوم ونومول شوه

د لښکرګاه ښار يوه څلورلارې جوړه او د شهيدانو په نوم ونومول شوه

author avatar
20 Aug 2014 - 10:34
د لښکرګاه ښار يوه څلورلارې جوړه او د شهيدانو په نوم ونومول شوه
author avatar
20 Aug 2014 - 10:34

لښکرګاه (پژواک ۲۹ زمرى ۹۳): د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د ښاروالۍ له لوري يوه  څلورلارې جوړه او د ” شهيدانو” په نوم ونومول شوه.

د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د يادې څلورلارې د پرانيستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه څلورلاره چې پخوا د منار څلورلارې په نوم يادېده  اوس په عصري ډول رغول شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې ياده څلورلاره  بېلابېلې ځانګړتياوې لري، د شوروي پر وړاندې د افغانانو د ٩ کلونو د جهاد نهه پايې درول شوې، لوړه  برخه (ګنبده) يې د اسلامي تمدن، پنځه  فواري يې د غازيانو او معلولينو، يوه  برخه يې د بېرغونو لپاره ځانګړې شوې دي.

والي وايي چې ياده څلورلاره د”شهيدانو” په نوم نومول شوې او هر کال د غويي په اتمه او د زمري په ۲۸مه عام خلک او چارواکي پرې د ګلونو ګېډۍ ږدي.

نوموړي زياته کړه، دا لومړی څلورلارې ده چې په لښکرګاه ښار کې په دومره لوړ کيفيت جوړېږي، چې  د ښکلا تر څنګ په کې د ناستې ځايونه هم شته.

د لښکرګاه  ښاروال محمدفاضل ساپي پژواک ته وويل چې دغه څلورلاره  په تېرو دريو مياشتوکې د ښاروالۍ له خوا د پنځه  نيم ميليون افغانيو په لګښت  جوړه شوې ده.

د نوموړي په وينا، چې د څلورلارې پر ټولو پايو د جهاد اړوند د قرانکريم  ايتونه او کليمې ليکل شوې دي.

هغه زياته کړه، چې يوه بله څلورلارې هم د يوه ملي سوداګر له خوا جوړه شوې او په نږدې راتلونکې کې به پرانيستل شي.

د لښکرګاه ښار د  بُست واټ يوه اوسېدونکي محمد صديق پژواک ته وويل چې دغه څلورلارې يادې سيمې  ته ډېره ښکلا ورکړه او که چېرې دغه ډول کارونه نور هم  په ښار کې ترسره شي د ښار  ښکلا به ورسره ډېره شي.

نوموړي له ښاريانو وغوښتل چې د څلورلارو او پارکونو په پاک ساتلو کې مرسته وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.