اسعداباد (پژواک ٢٩ زمرى ٩٣): د نورستان ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې له دواب ولسوالۍ سره يې اړيکې پرې شوې دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال شېرزاد د زمري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له پرون راهيسې په دواب ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.
خو هغه زياته کړه، چې له نن سهار اتو بجو راهيسې يې له يادې ولسوالۍ سره اړيکې پرې شوي، دوى نه پوهېږي چې ولسوالي د امنيتي ځواکونو په لاس کې ده او که يې سقوط کړى.
د نوموړي په وينا، له پرون راهيسې په جګړه کې دوه پوليس او پنځه وسله وال وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.
خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل، چې ولسوالۍ نن سهار د وسله والو طالبانو د بريد په ترڅ کې سقوط کړى دى.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن