ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى: د ټاکنو پايلې بايد ژر اعلان شي

ولسمشر کرزى: د ټاکنو پايلې بايد ژر اعلان شي

author avatar
20 Aug 2014 - 20:20
ولسمشر کرزى: د ټاکنو پايلې بايد ژر اعلان شي
author avatar
20 Aug 2014 - 20:20

کابل (پژواک ٢٩ زمرى ٩٣): ولسمشر کرزى وايي، د ټاکنيزو پايلو د اعلان ځنډ د افغانانو د ژوند پر ټولو اړخونو، په ځانګړي ډول امنيت، اقتصاد او د حکومتوالۍ پر چارو منفي اغېز ښندلى او بايد دغه لړۍ په خپلې ټاکلې نېټې پاى ته ورسيږي.

ولسمشر کرزي د چهارشنبې په ورځ (د زمري ٢٩مه) د ټاکنيزو کميسيونونو له مشرانو او غړو سره په داسې حال کې وکتل، چې په دغې غونډه کې د ولسمشر دواړو مرستيالانو او د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي هم ګډون درلود.

د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبېش او د ټاکنو خپلواک کميسيون په وړانديز تر سره شوه، د رايو د تفتيش په کار کې د پرمختګ د څرنګوالي او د تخنيکي پروسې د ستونزو په اړه خبرې اترې وشوې.

د ټاکنيزو کميسيونونو مشرانو او غړو په دې اړه يادې غونډې ته معلومات ورکړل او د رايو د تفتيش لړۍ په چټکتيا باندې د ټينګار ترڅنګ يې وويل، چې د دواړو ټيمونو تر منځ له نږدې کار او مرسته د ټاکنو دغې لړۍ د پاى ته د رسېدو او د ټاکنو د پايلو د اعلان زمينه برابرولى شي.

د ټاکنيزو کميسيونونو غړو ډاډ ورکړ، چې د دغې لړۍ د چټکتيا لپاره بشپړ چمتووالى لري، خو پر دې سربېره يې له کميسيون سره د دواړو ټيمونو پر همکارۍ ټينګار وکړ.

دوى همدارنګه د ټاکنو کميسيون د کاري چاپېريال په داخل کې، د نظم او امنيت د ټينګوالي لپاره له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې په دې اړه کلک ګامونه پورته کړي.

د ټاکنيزو کميسيونونو غړو له ولسمشر هم وغوښتل، چې له نوماندانو سره د ليدو پر مهال له هغوى وغواړي، چې خپلو استازو ته لارښوونه وکړي چې د ټاکنو له کميسيون سره له نږدې مرسته وکړي، ترڅو دغه پروسه ژر تر ژره بشپړه شي.

ولسمشر کرزي د دوى په ځواب کې ويلي، افغانان له څو مياشتو راهيسې د ټاکنو پايلو اعلان ته سخت په تمه دي او دغه پايلې بايد ژر تر ژره اعلان شي.

هغه وايي: “د ټاکنو پايلو د اعلان ځنډېدو د افغانانو د ژوند په ټولو اړخونو، په ځانګړي ډول امنيت، اقتصاد او د حکومتوالۍ پر چارو منفي اغېز ښندلى، دغه پروسه بايد په خپل ټاکل شوي وخت پاى ته ورسېږي او زموږ خلک بايد له نورو اندېښنو خلاص شي.”

ولسمشر کرزي د روانې اونۍ په لومړيو کې ويلي و، چې د ټاکنو پايلې بايد ژر تر ژره اعلان شي او افغانستان تر راتلونکو ١٥ ورځو پورې نوى ولسمشر او حکومت ولري.

ولسمشر په نننۍ ناسته کې، د نيويارک ټايمز ورځپاڼې له لوري وروستۍ خپرې شوې ليکنې ته په اشارې سره ويلي، چې د دا ډول مطالبو خپرول، د افغانستان د بې ثباتولو په موخه د بهرنيانو د لاسوهنې او توطيې ښکارونديي کوي او دا ډول څرګندونو ته بايد اجازه ورنکړل شي.

نيويارک ټايمز څو ورځې وړاندې داسې يو راپور خپور کړى و، چې ګنې يو شمېر لوړپوړي افغان چارواکي، د امنيتي ځواکونو په مرسته واک ته د رسېدو هڅه کوي.

د دغې ليکنې په غبرګون کې پرون د نيويارک ټايمز پر خبريال “ماتيو روزنبرګ” له افغانستان څخه د وتو بنديز ولګېده، خو نن بيا لويې څارنوالۍ ياد خبريال ته ٢٤ ساعته وخت ورکړى، ترڅو افغانستان پرېږدي او بيا هېڅکله هم راستون نه شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.