فراه (پژواک ٢٩ زمرى ٩٣): د فراه په بالابلوک کې پنځه پوليس په ناقانونه ډول له موټرو د پيسو اخيستو په تور نيول شوي او په پشترود کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د فراه د والي وياند جواد افغان پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ياد پنځه پوليس تېره ورځ ناوخته د کشفي ارګانونو د راپور له مخې له موټرو د پيسو اخيستو په تړاو نيول شوي دي.
هغه وايي، دغو کسانو چې يو د ټولي قوماندان، دوه د پوستو قوماندانان او دوه نور سرتېري دي، د بالابلوک ولسوالۍ اړوند سيمه کې د فراه – کندهار پر لويه لاره (شاهراه نمبر يک) دنده لرله.
سرچينې زياته کړه، چې دغه پوليس له دندې ګوښه او پوځي څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې ځينو کسانو پژواک ته هم ويلي وو، چې پوليس په ياده سيمه کې له موټرو پيسې اخلي.
د يو بل خبر له مخې، د دولت وسله والو مخالفينو نن له غرمې مخکې د دغه ولايت د پشترود ولسوالۍ په کبابي سيمه کې پر امنيتي پوسته راکټي بريد کړى دى.
د پشترود ولسوال غوث الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه بريد کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن