شبرغان (پژواک ٢٩ زمرى ٩٣): په جوزجان ولايت کې د چاودنو له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه ټپيان شوي دي.
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال عبدالمنان رووفي وايي، چې دغه ماين نن د اقچې ولسوالۍ په چکش سيمه کې چاودېدلى، چې په ترڅ کې يې يو شل کلن شپون وژل شوى او دوه ماشومې خويندې ټپيانې شوې دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه دوه ٨ او ١٠ کلنې نجونې، د جوزجان مرکز د شبرغان ښار روغتون ته لېږدول شوې او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
رووفي ادعا وکړه، چې د سړک غاړې دغه ماين د وسله والو مخالفينو له لوري، د امنيتي ځواکونو د نښه کولو په موخه ځاى پر ځاى شوى و.
د سيمې يوه اوسېدونکي اسدالله هم وويل، چې په سيمه کې د طالبانو تګ راتګ ډېر شوى او تېره اونۍ امنيتي ځواکونو په دې سيمه کې عمليات هم وکړل، چې کېداى شي طالبانو په سيمه کې ډېر ماينونه ځاى پر ځاى کړي وي.
همدارنګه د اقچې-منجيګک پر لويې لارې هم يوه چاودنه رامنځته شوې ده.
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون امر وايي، چې د ماين په دې چاودنه کې يو رينجر موټر له منځه تللى، چې په کې يو پوليس او يو افسر ټپيان شوي دي.
طالبانو تر اوسه پورې د يادو دوو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
د ويلو ده، يوه مياشت وړاندې د اقچې ولسوالۍ د امنيت مدير محاذالله هم د ماين د يوې چاودنې له امله وژل شوى و، چې د وژنې مسووليت يې بيا وسله والو پر غاړه اخيستى و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن