ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ختيځو ولايتونو ته درې چورلکې ورکړل شوې

ختيځو ولايتونو ته درې چورلکې ورکړل شوې

author avatar
21 Aug 2014 - 14:33
ختيځو ولايتونو ته درې چورلکې ورکړل شوې
author avatar
21 Aug 2014 - 14:33

جلال اباد (پژواک ٣٠ زمرى ٩٣):  د ملي دفاع وزارت له خوا په ختيځو ولايتونو کې د عملياتو او اکمالاتو درې چورلکې سېلاب قول اردو ته ورکړل شوې.

د افغانستان د هوايي ځواکونو قوماندان تورن جنرال عبدالوهاب وردګ د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو لپاره درې مي ١٧ چورلکې ورکړل شوې، چې دوى به د امنيتي ځواکونو حمايه کوي.

نوموړي زياته کړه چې يادې چورلکې به د ٢٠١ سېلاب قول اردو په چوکاټ کې په هغو سيمو کې امنيتي ځواکونه حمايه کوي او اکمالات به ورته کوي، په کومو سيمو کې چې لوړ ګواښ موجود دى.

دى وايي: ((موږ په پلان کې لرو، چې يوه جوړه نورې حمايوي الوتکې هم ورکړو، څو يادې چورلکې د تهديد پر مهال حمايه کړي.))

د جنرال وردګ په خبره، دوى به د وږي مياشتې تر پايه ټولې شپږ چورلکې په ختيځ کې د هوايي ځواکونو قوماندانۍ ته وسپاري.

په يادې غونډه کې د افغانستان د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هم ګډون کړى و، نوموړي د خوښۍ تر څنګ زياته کړه چې وسله وال دې نور د دې زمينه نه برابروي چې پر هغوى بريد وشي او ووژل شي.

ده پر وسله والو غږ وکړ چې نور دې د سولې لاره خپله کړي او له جګړې دې لاس واخلي، ځکه چې نور افغانان نه غواړي چې په هېواد کې يې جګړې وي.

د مسلميار په خبره چې يادې چورلکې به له نورو جګړه ييزو مرستو سره سره د سېلابونو په وخت کې هم مرسته کوي.

هغه زياته کړه: ((تاسې مخکې هم ليدلي چې هوايي ځواک د سېلابونو په وخت کې مرستې کړې او دا هغه وطن پرسته خلک دي چې بيا هم چمتو دي خپل سر په خطر کې واچوي خو له وطنه دفاع وکړي.))

د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزيري پژواک اژانس ته وويل چې د يادې چورلکو په ورکړې سره به د دوى ځمکنۍ قواوې نورې هم غښتلي شي او د عملياتو پر وخت به ترې حمايه کوي.

ده زياته کړه: ((هوايي او ځمکنۍ قواوې سره لازم او ملزوم دي، نو وروسته له دې به زموږ پخوانۍ ستونزې راکمې شي.))

د ننګرهار د هوايي ځواکونو د چورلکې قوماندان ډګروال عبدالغني وايي چې يادې چورلکې به د جګړې پر مهال د پلي ځواکونو حمايه کوي او هم به د توکو اکمالات کوي.

ده زياته کړه چې ورکړل شوې چورلکې روسۍ دي چې له دې وړاندې هم يادې چورلکۍ په افغانستان کې موجودې وې.

نوموړى وايي: ((مخکې به ځواکونو ته د اکمالاتو په برخه کې هم ستونزې وې  خو اوس په هر وخت موږ کولى شو چې پوستې حمايه کړو او د جګړې پر مهال يې مرسته ته ودانګو.))

ډګروال عبدالغني زياتوي چې يادې چورلکې خفيفه وسلې هم لري او د پلي ځواکونو  جګړه ييزه حمايه کولى شي.

ياده دې وي چې له دې وړاندې په وار وار امنيتي مشرانو نيوکې کولې چې پوستې يې پر وخت نه حمايه کېږي او همداراز په جګړه ييزو حالاتو کې هم د هوايي ځواک مرسته ډېره ځنډنۍ ور رسي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.