ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اندړو امنيه قوماندان ټپي شوى

د اندړو امنيه قوماندان ټپي شوى

author avatar
21 Aug 2014 - 11:13
د اندړو امنيه قوماندان ټپي شوى
author avatar
21 Aug 2014 - 11:13

غزني-زابل (پژواک ٣٠ زمرى ٩٣): د غزني د اندړو ولسوالۍ امنيه قوماندان په يوه چاودنه کې ټپي شوى او په ځينو عملياتو کې شل تنه وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو پرون د اندړو ولسوالۍ د ګوډلو په سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه، کله چې د ولسوالۍ امنيه قوماندان لطف الله کامران پر موټرسايکل د پوليسو مرستې ته روان و، نو په لاره پرې چاودنه وشوه.

دى وايي چې په دې چاودنه کې کامران له يوه بل پوليس سره ټپي شو، خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د والي وياند وويل چې د ګوډلو په جګړه کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ياد بريد او چاودنه مني او زياتوي چې په پېښه کې کامران سخت ټپي شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په بريدونو کې يې پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د يو بل خبر له مخې، د زابل ولايت په امنيتي پېښو کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان جنرال غلام سخي روغ لېوني د زمري په ۳۰مه پژواک ته وويل چې دغه عمليات تېره ورځ سهار وخته په شهر صفا ولسوالۍ کې  پيل شوه او ماښام مهال پاى ته ورسېدل.

نوموړي زياته کړه چې ګډو امنيتي ځواکونو د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د جلدک سيمې په يو شمېر کليو کې د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو يوه ډله کلابنده کړه، چې ورسره سم جګړه پيل شوه .

د روغ لېوني په خبره چې د جګړې په ترڅ کې ۱۲ وسله وال مخالفين وژل شوي چې د ځينو جسدونه يې له امنيتي ځواکونو سره دي او په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې هم پوليسو ترلاسه کړې دي.

امنيه قوماندان وويل چې د عملياتو پر مهال په زابل کې د طالبانو مشهور قوماندان ملا سليم هم په ياده سيمه کې موجود و خو نوموړی له سيمې روغ وتلی دى.

بلخوا وسله وال طالبان هم د جلدک په سيمه کې ترسره شوي عمليات تاييدوي او وايي چې پر مهال يې دولتي لور ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

قاري يوسف احمدي په رالېږل شوي ټيلېفوني پيغام کې ويلي چې شپږ دولتي سرتېري او د ملاسليم د ډلې دوه طالبان وژل شوي دي.

نوموړی همدارنګه زياتوي چې د زابل د نوبهار ولسوالۍ پر لاره يې د امنيتي ځواکونو پر کاروان ګڼې چاودنې او بريدونه کړي او په کې تر شلو پورې دولتي سرتېري يې وژلي دي.

خو امنيه قوماندان جنرال غلام سخي روغ لېونی وايي چې د امنيتي ځواکونو کاروان نوبهار ولسوالۍ ته رسېدلی او د لاري په اوږدو کې يې ۱۵ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

هغه پر دغه کاروان د بريدونو په اړه د طالبانو ادعا رد کړه.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.