ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست والي ځيني وزارتونه په نه همکارۍ تورن کړل

author avatar
21 Aug 2014 - 13:31
author avatar
21 Aug 2014 - 13:31

خوست ښار (پژواک ٣٠ زمرى ٩٣): د خوست والي يو شمېر وزارتونه تورن کړي، چې د دغه ولايت د خلکو بنسټيزو غوښتنو، وړانديزونو او دغه راز د ستونزو هواري ته هېڅ ډول پاملرنه نه لري.

د خوست د ولايت له مقامه د زمري په ٣٠مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې والي عبدالجبار نعيمي په تېره يوه اونۍ کې له مرکزي دولت سره د دغه ولايت د ستونزو د هواري په اړه ځينې مهمې غوښتنې او وړانديزونه شريک کړي دي.

سرچينې زياته کړې، يو شمېر مرکزي دولتي ادارو ورسره په ځينو برخو کې د همکارۍ ژمنې کړې، خو يو شمېر وزارتونه يې بيا په دې برخه کې تورن کړي، چې ځان بې توپيره ښيي.

خبرپاڼې د والي نعيمي په حواله په ياده برخه کې د کرنې او مالدارۍ، عامې روغتيا، ترانسپورت او هوايي چلند، اوبو او برېښنا، ښاري پراختيا، سوداګرۍ او صنايعو، کانونو او د فوايد عامې د وزارتونو نومونه ياد کړي دي.

سرچينه زياتوي، والي ويلي چې ياد وزارتونه د دغه ولايت د خلکو د بنسټيزو غوښتنو په پوره کولو او د شته ستونزو په هواري کې پاتې راغلي دي.

د سرچينې په حواله، نوموړي پر يادو وزارتونو او ځينو نورو مرکزي ادارو غږ کړی چې د خوست ولايت د پرمختيا او د ستونزو د له منځه وړو په برخو کې پوره پاملرنه وکړي.

د خوست د ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان پژواک اژانس ته وويل، چې وارداتي برېښنا، لوی بندونه، په نړيوالو معيارونو برابر هوايي ډګر، د خوست-ګردېز سړک، پوره روغتيايي اسانتياوې، د غلام خان لارې عملي ترانزيټ، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پرمختيا او اسانتياوې، مرکزي ښار او ځينو نورو ښارګوټو ته پراختيا ورکول او دې ته ورته ځينې نورې اړتياوې د دوی بنسټيزې غوښتنې تشکيلوي.

بريالي روان زياته کړه، د خوست ولايتي ادارې او خلکو پوره ديارلس کاله په پرله پسې ډول له مرکزي دولت څخه د يادو اړتياوو د پوره کولو غوښتنې کړې، خو تر اوسه يوه هم نه ده عملي شوې.

نوموړي همدارنګه وويل، چې ولايتي اداره خپلې ټولې غوښتنې په جدي توګه تعقيبوي او له مرکزي دولت څخه د خوست د خلکو د حقونو په غوښتلو کې له هرې ممکنه او مشروع لارې کار اخلي.

د کرنې وزارت د ولايتونو د چارو مسوول ضياء احمد عبدالرحيمزي پژواک اژانس ته وويل چې د خوست ولايت مسوولينو له دوى سره ځينې ستونزې شريکې کړې دي.

هغه زياته کړه، وزارت يې نه يواځې خوست، بلکې نورو ولايتونو ته هم د اړتياوو او فعاليتونو له مخې بوديجې ځانګړې کړې دي.

نوموړي د بېلګې په توګه وويل چې د مالدارۍ او مرغدارۍ پروژه له ١١ ولايتونو څخه ٢٣ ولايتونو ته غځول شوې او زياته يې کړه، چې دوى هېڅکله خوست له خپلو پروژو نه دى پرېيښى.

خو عبدالرحيمزى وايي چې ځيني وخت په خوست ولايت کې نا امني د دې لامل شي، چې پروژې هلته له تطبيق څخه پاتې شي.

د ښارجوړونې وزارت وياند ډاکټر عبدالبصير احمدي هم وايي چې کېداى شي د خوست ولايت له خوا له دغه وزارت سره ځيني وړاندېزونه شوي وي.

خو هغه دمګړۍ يې په دې اړه نور معلومات نه درلودل او ويې ويل چې په راتلونکي کې به دا معلومات شريک کړي.

د خوست د ولايتي شورا رييس سيد کريم خاکسار هم پژواک اژانس ته وويل، چې هر کال څو، څو ځلې ولايتي چارواکي، مخور ولسي مشران او ولايتي شورا له مرکزي دولت څخه د خپل حق غوښتلو لپاره کابل ته ځي.

نوموړي د نيوکې تر څنګ پر ځينو وزارتونو تور پورې کړ، چې د دغه ولايت د ستونزو په هواري او د اسانتياوو په رامنځته کولو کې د دوی غوښتنو ته هيڅ ډول پاملرنه نه کوي.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم د خوست والي عبدالجبار نعيمي د بېلابېلو غونډو او خبري کنفرانسونو پر مهال په ياده برخه کې پر يو شمېر وزارتونو نيوکې کړې.

همدارنګه ډېر ځله د دغه ولايت قومي مشرانو، ديني عالمانو او نورو مخورو د اعتراضونو په ترڅ کې پر ځينو وزارتونو له دې امله نيوکې کړې، چې د بنسټيزو اړتياوو په برخه کې ورسره د مور او ميرې چلند کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.