ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عربي سرو زرو او  اوړو بيې لوړې شوې

د عربي سرو زرو او اوړو بيې لوړې شوې

author avatar
21 Aug 2014 - 16:26
د عربي سرو زرو او  اوړو بيې لوړې شوې
author avatar
21 Aug 2014 - 16:26

کابل (پژواک ٣٠ زمرى ٩٣): کابل کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د عربي سرو زرو او اوړو بيې لوړې شوې، خو د ډېزل تېلو او بورې بيې راټيټې شوې دي.

د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک مسوول عبدالصبور پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه لېتر ډېزل تېلو بيه له ٦٢ افغانۍ څخه ٦٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

خو نوموړي وويل، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه لېتر پټرول تېلو بيه ٦٣ افغانۍ ده.

همدارنګه د تايمني د پنځم سړک يوه ګاز پلورونکي محمدشريف وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٦٥ افغانۍ ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د پنځوس کيلوګرام اوړو عمده پلور بيه له ١٢٧٠ افغانيو څخه ١٢٨٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د اوړو بيه په پاکستان کې د اوړو د لوړېدو له امله، لوړه شوې ده.

خو د نوموړي په وينا، نن د تېرې اونۍ په پرتله د پنځوس کيلويي پاکستانۍ بورې بيه د ډېرو وارداتو له امله له ١٧٢٠ افغانۍ څخه ١٧٠٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

د نورو لومړنيو خوراکي توکو بيې له کوم بدلون پرته پر خپل حالت پاتې دي.

د فضل الرحمن د معلوماتو له مخې، نن د تېرې پنجشنبې په شان  د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجو عمده پلور بيه ١٨٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي ٣٨٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو شين ويتنامي چاى په ١٨٠ افغانۍ دى.

د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ سيمې يوه هټۍ وال خانعلي وويل، چې نن د پنځوس کيلو پاکستاني اوړو پرچون پلور بيه ١٤١٠ افغانۍ، پنځوس کيلويي بوره ١٩٠٠ افغانۍ،٢٤ کيلوګرامه پاکستانۍ وريجې ٢٢٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي ٤٧٠ افغانۍ، يو کيلو شين چاى ٢٦٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٨٠ افغانۍ دى.

خو د عربي سرو زرو بيې لوړې شوې دي.

د لېسې مريم بازار د سرو  زرو يوه پلورونکي عبدالبصير عزيزي وويل، چې نن د تېرې پنجشنې په پرتله د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٠٠٠ څخه ٢١٠٠ افغانۍ ته لوړه شوې، خو د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه د تېرې اونۍ په څېر ١٧٠٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار د شهزاده سراى يوه صراف احمدشاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٦،٢٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٦٩ افغانۍ دى.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٦،٦٠ او د زور کلدارو ارزښت ٥٦٨ افغانۍ و.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.