ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وزګارتيا ايران ته د ځوانانو تګ دوه چنده کړى

وزګارتيا ايران ته د ځوانانو تګ دوه چنده کړى

author avatar
21 Aug 2014 - 15:08
وزګارتيا ايران ته د ځوانانو تګ دوه چنده کړى
author avatar
21 Aug 2014 - 15:08

زرنج (پژواک ٣٠ زمرى ٩٣):  د نيمروز له ولايت څخه ايران ته د تلونکو ځوانانو شمېر په داسې حال کې دوه چنده شوى، چې يو شمېر ځوانان څو ځلې له هغه هېواده را ايستل شوي او حتى خپل اړوند ولايتونو ته د تګ پيسې هم نه لري.

نيمروز له ايران سره ٢٣٠ کيلومتره  او له پاکستان سره ١٨٥ کيلومتره پوله لري.

ځايي چارواکي وايي، د بېلابېلو ولايتونو ځوانان نيمروز ته راځي او وروسته د قاچاق وړونکو له خوا ايران ته لېږدول کېږي.

د نيمروز ولايت د کډوالو د بېرته راستنولو چارو رييس محمداکبر چخانسوري وايي، چې تېر کال هره ورځ  د دغه ولايت له لارې ٣٥٠ کسه ايران ته تلل، خو اوسمهال دغه شمېر هره ورځ له ٥٠٠ څخه تر ٦٠٠ کسانو پورې رسېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ايران خپلې پولې ټينګې کړې، خو د پاکستان پولې خلاصې دي او ډېرى ځوانان د پاکستان له لارې ايران ته ځي.

چخانسوري زياته کړه، چې د دوى لس سلنه د نيمروز او پاتې نور د شمالي ولايتونو په ګډون د نورو ولايتونو اوسېدونکې دي .

د نيمروز د کډوالو را ستنولو رييس زياته کړه، چې په ورته وخت کې هره ورځ له ايران ٤٠٠ ځوانان نيمروز ته راځي، چې ٦٠ سلنه يې له کار ځايونو او يا هم ايران ته پر لاره نيول شوي او را ايستل کېږي، خو ٤٠ سلنه نور بيا په خپله خوښه هغه هېواد پرېږدي.

داسې ځوانان  هم شته چې څو ځلې له ايرانه را ايستل شوي،  د هغه هېواد په کمپونو کې يې له زحمتونو او کړاوونو ډکې شپې ورځې تېرې کړې دي.

د تخار ولايت اوسېدونکي حضرت ګل وويل، دغه درېيم ځل دى چې له ايرانه ايستل کېږي .

لومړى ځل يو نيم کال وړاندې، دويم ځل اته مياشتې وړاندې او درېيم ځل هم درې مياشتې وړاندې په ايران کې له يوې مياشتې کار وروسته را و ايستل شو.

هغه وويل چې اوس اوس يې واده کړى او د واده د لګښتونو له اړخه اته لکه افغانۍ پوروړى دى او له همدې امله ايران ته تللى و، چې خپل پور خلاص کړي.

دغه ځوان زياته کړه چې قاچاقبر دوى له نيمروز څخه پاکستان او وروسته ايران ته بوتلل او کله چې د ايران سرحدي پوستې ته نږدې شول، نو دوى يې پلي کړل، د پوستې شا ته يې دوه کيلومتره له وېرې ډک پلى مزل وکړ، چې بندي شول او بېرته يې را واړول.

حضرت ګل زياته کړه، چې د تهران په کرج کې يې په يوه بڼ کې کار کوه، چې پوليسو ونيوه دوه شپې ورځې په پڼډ غالي  او د تهران په رامين کې و، شپږ شپې ورځې د مشهد په تل سياه کې ساتل کېده.

هغه وويل: ((زه له پنځلسو کسانو سره په يوه تنګه کوټه کې وم،  سمې اوبه او ډوډۍ يې نه راکول، ګرمي وه او حفظ الصحه مې هم خرابه وه.))

دغه ځوان چې د نيمروز  په مرکز کې د زرنج جومات څنګه ته شپې تېروي، زياته کړه پيسې نه لري، چې تخار او يا بېرته ايران ته پرې ولاړ شي، حيران دى چې څه وکړي؟ که چېرې خپل ولايت ته ځي نو د خپل واده پور له کومه کړي او که چېرې ايران ته ځو نو بيا هم را اړول کېږي.

د کورنۍ لپاره د نفقې موندل هم د دې لامل کېږي، چې ځوانان د کار لپاره ګاونديو هېوادونو ته ولاړ شي.

د هرات اوسېدونکى نوراحمد چې مجرد دى او د معلول پلار او څلورو خويندو په ګډون  کورنۍ د شپږي غړي لري، وويل چې په هرات کې کار نشته او اړ دى چې ايران ته د کار او پيسو پيدا کولو لپاره ولاړ شي.

هغه زياته کړه، د ده قاچاقبر د دوو زرو افغانيو په بدل کې له هراته تر نيمروزه او د پاکستان له چاهګي سيمې د لس زرو افغانيو په بدل کې د ايران کرمان ته ورساوه، خو کله چې کوټې ته ننوت نو پوليس له اتو نورو ځوانانو سره ونيو او بېرته يې له پولې را واړوه.

دغه ځوان وويل، دوې ورځې کېږي چې را اړول شوى او اوسمهال د زرنج ښار دننه له کثافت دانيو څخه قوطي او کاغذونه ټولوي او خرڅوي.

نوراحمد زياته کړه: ((که چېرې هرات ته لاړم شم، کار نسته او حيران يم چې د کورنۍ نفقه څنګه پيدا کړم او که چېرې ايران ته لاړ شم نو پيسې نه لرم او بيا مې را اړوي.))

بلخوا بيا يو شمېر ځوانان په ايران کې پر نشه يي توکو روږدي شوي او بېرته د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار په توګه راستنېږي او يا هم را شړل کېږي.

اميد د زرنج ښار يو همداسې اوسېدونکى دى او وايي: ((څلور مياشتې وړاندې ايران ته لاړم، د تهران په کرج کې مې کوټه ونيوه، يوه شپه مې غاښ درد وکړ، ملګرو مې ويل، چې ترياک وخورم، هماغه و، چې روږدى شوم.))

نوموړى چې ١٢ ټولګى يې هم پاى ته رسولى زياتوي، چې د کوټې ملګري يې په نشه يي توکو روږدي  و او دى يې هم روږدى کړ. تېره اونۍ له لس کسه نورو سره د تهران په بازرا کې ونيول شو او بيا د تهران په زندانونو تر اوو شپو ورځو تېرولو وروسته را واړول شو..

دغه ځوان زياته کړه، چې يو ميليون ايراني تومان ، چې د ٢٠ زره افغانيو معادل دي او د خربوزو د پاليز له درکه يې تر لاسه کړي وو، د کار له خاوند سره پاتې دي او نه دى توانېدلى چې خپلې جامې او وسايل له خپلې کوټې را وباسي.

اميد وويل:(( کله چې کور ته راغلم ، مور، پلار، خور او ورور مې ويل چې ته روږدى شوى يې او په کور کې دې ځاى نه شته.))

هغه زياته کړه، چې اوسمهال له يو شمېر نورو روږدو سره د زرنج ښار جامع جومات څنګه ته ويده کېږي او يو ډېر بد او بې برخليکه ژوند تېروي، اړ دى چې د نشه يي توکو د تر لاسه کولو لپاره له هټيو څخه خوراکي توکي او نور شيان غلا او يا هم د خلکو جېبونه ووهي.

په نيمروز کې د روږدو کسانو شمېره نږدې ١٠ زره اټکل شوې، چې اکثره يې په ايران کې روږدي شوي دي.

د نيمروز د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالقيوم نظري د کار، صنعتي پروژو او بيا رغونې کارونو نشتوالي ايران ته د ځوانانو د تګ لامل وباله او ويې ويل: ((ځيني کسان ايران ته د تګ په اړه خوب ګوري او فکر کوي، چې په ايران کې به ښه ژوند ولري، په داسې حال کې چې يا خپل مقصد ته نه رسېږي او يا هم که ورسېږي، په نشه يي توکو اخته کېږي، يا بېرته را شړل کېږي  او د ټولنې بار وي.))

هغه زياته کړه، چې دوى په دغه ولايت کې د ځوانانو لپاره حرفوي او روزنيز فني پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي او په وروستيو دوو کلونو کې يې ١٦٠کسانو ته روزنه ورکړې، څو د وزګارتيا کچه را ټيټه شي.

د کار او ټولنيزو چارو رييس وويل، چې له څلورو کلونو راهيسې هغه هوکړه ليک، چې د ايران د خميني مرستو له کمېټې سره په زرنج کې لاسليک شوې، هر کال ٥٠٠ ځوانان د نل غځونې، برېښنايي سيستم په برخو کې روزنه ويني، دا يوه اوچته شمېره ده چې ايران ته زموږ د ځوانانو د تګ مخنيوى کوي.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې څه کم يو ميليون افغانان په ايران کې د قانوني مدرک له مخې استوګنه لري، خو يو ميليون او ٤٠٠ نور افغانان بيا هلته مدرک نه لري.

ايران تل ويلي، هغه کډوال نه باسي چې د کډوالۍ پاڼې لري، خو غير قانوني کسان چې د مېشتېدنې سند ورسره نه شته په خپل خوښي ډول افغانستان ته استوي او يا را ايستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې وزګارتيا د يوې سترې ننګونې په توګه د هېواد په کچه ځوانان ځورولي او هغو کسانو ته هم په دولتي ادارو کې د کار ډېره کمه زمينه مساعده ده، چې له پوهنتونونو فارغېږي. دولتي ادارې د فساد له امله نه شي کولى چې هغوى جذب کړي، چې له امله يې اړ دي پرديو هېوادونو ته ولاړ شي.

خو د ځوانانو ملي ټولنې شمېرې ښيي، چې هر کال د هېواد په کچه ١٢٠زره ځوانان له وزګارتيا ځورېږي او يو شمېر نور يې د کار لپاره ګاونډيو هېوادونو ته ځي.

د  کارګرانو ملي ټولنه وايي، چې په هېواد کې شاوخوا ١٦ ميليونه  په کاري شرايطو برابر ځوانان شته، چې له دې ډلې يې يواځې درې ميليونه مصروفيت لري او ١٣ نور يې وزګار ګرځي او يا هم ورځ مزدوري او په کم مزد کار کوي.

د هغه راپور له مخې، چې د نړيوال بانک څخه ترلاسه شوى، له ٢٠١١ ميلادي کال راهيسې تر اوسه په افغانستان ١٨٠زره د کار په شرايطو برابر کسان ټولنې ته راځي،  خو له دې ډلې نه يې ٦٠ زره په کار ګومارل کېږي او ١٢٠زره نور يې وزګار ګرځي.

خو د کار او ټولنيزو چارو وزارت وزګار کسان شاوخوا څلور ميليونه کسان ښيي او وايي، چې په افغانستان کې تر سره کېدونکې احصايې په بشپړه توکه کره نه دي.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.