ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل امنيه قوماندان د نوبهار د سقوط ادعا رد کړه

د زابل امنيه قوماندان د نوبهار د سقوط ادعا رد کړه

author avatar
22 Aug 2014 - 11:28
د زابل امنيه قوماندان د نوبهار د سقوط ادعا رد کړه
author avatar
22 Aug 2014 - 11:28

کلات (پژواک ٣١ زمرى ٩٣): د زابل امنيتي چارواکو د دغه ولايت د نوبهار ولسوالۍ د سقوط په اړه د وسله والو ادعا رد کړه او وايي چې په دې ولسوالۍ د وسله والو پر ضد شديد عمليات روان دي.

طالبان ادعا کوي، چې د زابل نوبهار ولسوالي تېره شپه د دوى جنګياليو نيولې ده.

طالب وياند قاري يوسف پژواک اژانس ته په يوه ايمېل کې ويلي، چې له نهو ورځو را په دېخوا د زابل په نوبهار کې د دوى او دولتي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

هغه ادعا کړې، چې په دې جګړه کې حکومتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه پوځي موټر يې له منځه تللي دي.

خو د زابل امنيه قوماندان روغ لېوني د طالبانو دغه ادعا رد کړه.

روغ لېوني پژواک خبري اژانس ته وويل، د نوبهار ولسوالۍ مخکې په يوه زړه ودانۍ کې فعاله وه، خو له دريو ورځو را په دېخوا ولسوالي نوې ودانۍ ته چې له زړې هغې سره دوه کيلومتره واټن لري، لېږدول شوې  ده او ورځنۍ چارې يې د معمول په څېر دوام لري.

روغ لېوني وويل، مخکې د ولسوالۍ ودانۍ د نات خېلو په سيمه کې وه، چې لوژستيکي انتقال ورته ستونزمن و خو اوس د لورګي په نوم سيمې ته لېږدول شوې چې هم ګڼ مېشتې ده او هم له امنيتي پلوه خوندي ده.

د هغه په وينا، ولسوالي يې ځکه ولېږدوله چې د ناټو ځواکونو د هوايي مرستې له بندېدو وروسته يې لوژستيکي ستونزې درلودې.

هغه همدارنګه د هغو وسله والو د ځپلو لپاره، چې وخت ناوخت د زړې ولسوالۍ پر ودانۍ بريدونه کوي، د عملياتو د پيل خبر هم ورکړ.

امنيه قوماندان د طالبانو دغه ادعا يوازې تبليغات وبلل.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو دوه ورځې مخکې د نورستان د دواب ولسوالۍ د نيولو ادعا هم کړې وه، خو د دغه ولايت والي تېره ورځ د هغوى دغه ادعا رد کړه او بې بنسټه يې وبلله.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.