ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ۳۰ بستریز پوځي روغتون جوړ شو

هلمند کې ۳۰ بستریز پوځي روغتون جوړ شو

author avatar
22 Aug 2014 - 11:53
هلمند کې ۳۰ بستریز پوځي روغتون جوړ شو
author avatar
22 Aug 2014 - 11:53

لښکرګاه (پژواک ٣١ زمرى ۹۳): د هلمند په ۲۱۵ میوند قول اردو کې ۳۰ بستریز روغتون جوړ او ګټي اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد قول اردو مرستیال جنرال فاروق پرواني د زمري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه روغتون چې تېره ورځ ناوخته ګټي اخیستنې ته وسپارل شو، د امریکايي سمندري ځواکونو په مالي مرسته په تېرو دریو میاشتو کې په یوه پوړ کې جوړ شوی دی.

پرواني وویل، ياد دېرش بستريز روغتون له ټولو اړوند وسايلو سره د لس میليونه امریکايي ډالرو په لګښت په معياري ډول جوړ شوی دی.

د ده په وینا چې پرسونل يې د وزارت له ګومارل شوي دي.

نوموړى وايي، چې د روغتون ټولې ودانيزې چارې په خپله امریکايې انجنیرانو له خوا ترسره شوې او وسایل يې هم هغوی ورکړي دي.

د قول اردو مرستیال زیاته کړه چې له وړاندې يې هم ۲۰ بستره روغتون درلود او د دفاع وزارت له خوا د یوه بل ۵۰ بستري روغتون د جوړېدو چاري هم روانې دي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به بشپړې شي.

د پرواني په وینا، چې دغه ۵۰ بستریز روغتون په دوو پوړونو کې د اړوند وزارت له خوا د ۵۹ میليونه افغانيو په لګښت جوړېږي.

نوموړي وویل دوه میاشتي وروسته به په یاد قول اردو کې ۱۰۰ بستره ولري او پخوانۍ ستونزې چې په دې برخه کې یې درلودې، هوارې شي.

د قول اردو مرستیال وايي، چې په دغه روغتون کې به د نظامي ناروغانو او ټپيانو سربېره ملکي وګړي هم چې په ترافیکي يا نورو پېښو کې ټپيان کېږي درملنه کېږي.

پرواني زیاته کړه چې دوی د عملیاتو پر مهال ګرځنده روغتیايي ډلې هم لري، د هغوى تر لومړنۍ درملنې وروسته به ټپيان دغه روغتون وړل کېږي.

په همدي اړه د یاد قول اردو د قوماندان سید ملوک له قوله په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي روغتونو ته به په نوبت سره له وزارت پرسونل لېږل کېږي او پخوانۍ ستونزې به يې ټولې حل شي.

نوموړي وویل، اوس مهال دوی تر ډېره په ټولو برخو کې خپلې ستونزې د خپلو مسلکي کسانو له خوا حل کوي او تېر ته په پام يې کارونه چټک شوي دي.

د یادونې ده، یاد قول اردو پنځه کاله مخکې په هلمند کې رامځته شوى او په لومړيو کې يې یوازي يو ۲۰ ستریز روغتون درلود چې رسېدنه به يې نه شوى کولاى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.