ترينکوټ ( پژواک د وږي لومړۍ نېټه ٩٣ ) : په اروزګان کې به د ٢٤ تنه قابله ګانو له فارغېدو وروسته په دې ولايت کې د مور او ماشوم ستونزې هوارې شي.
د روغتيا ځايي چارواکي وايي ، دا څلورمه دوره قابله ګانې دي، چې په تېرو څلورو کلونو کې په دې ولايت کې له زده کړو څخه فارغېږي.
د اروزګان ولايت مرستيال والي شېرباچا ارګوني د وږي په لومړۍ نېټه، ددې قابله ګانو د فارغېدو په مراسمو کې وويل، چې ددې نجونو له فارغېدو سره به په دې ولايت کې د مور او ماشوم د مړينې کچه ټيټه شي.
نوموړي له هغو کورنيو څخه هم مننه وکړه، چې خپلو لوڼو ته دې اجازه ورکړي، چې په دې کورسونو کې ګډون وکړي.
د ارګوني په وينا، په دې ولايت کې د سيمه ييزو دودونو له امله ډېرى خلک نجونو ته اجازه نه ورکوي، چې زده کړې وکړي، خو بيا هم له دې روزنيز کورس څخه د٢٤ قابله ګانو فارغېدل لويه خبره ده.
د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکتر خان اغا مياخېل پژواک اژانس ته وويل، چې اوسمهال په دې ولايت کې د پخوا په پرتله د مور اوماشوم مړينه ډېره ټيټه شوې ده.
هغه ددې لامل د ولايت په مرکز او ولسواليو کې دقابله ګانو شتون او په دندو ګومارل په ګوته کړ او زياته يې کړه، چې د نويو فارغو قابله ګانو له ګومارنې سره به په دې برخه کې موجودې ستونزې کمې شي.
د مياخېل په وينا، پخوا به په سلو زرو ښځو کې د زېږون پر مهال ١٦٠٠ تنو خپل ژوند له لاسه ورکاوه ، خو اوس دا کچه ٢٠٠ ته راټيټه شوې ده.
د چورې ولسوالۍ يوه اوسېدونکې او له ياد کورس څخه نوې فارغه شوې فرشتې پژواک اژانس ته وويل ، چې په تېرو دوو کلونو کې يې ډېر څه زده کړي او اوس کولى شي، چې په اسانۍ سره په خپله سيمه کې د خلکو خدمت وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن