ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني او عبدالله بيا سره وليدل

اشرف غني او عبدالله بيا سره وليدل

author avatar
23 Aug 2014 - 19:00
اشرف غني او عبدالله بيا سره وليدل
author avatar
23 Aug 2014 - 19:00

کابل ( پژواک،د وږي لومړۍ نېټه، ٩٣) د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله نن يو ځل بيا سره ليدلي دي.

يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل ، دواړو کانديدانو پرېکړه کړې، چې ددې ليدنو په اړه به له رسنيو سره معلومات نه شريکوي.

خو د ډاکتر اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم د ټيم يوه غړي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د وږي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ليدنه نن د ډاکتر عبدالله عبدالله په کور کې شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې ددې ليدنې پر مهال دواړو کانديدانو د رايو شمېرنې او پلـټنې پر روانې پروسې  او د ګډ ملي حکومت د جوړولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

په تېرو څلورو ورځو کې دا دويم ځل دى ، چې دواړه کانديدان د ټاکنيزو لانجو د هواري په موخه له يوه بل سره وګوري.

تېره اونۍ د دواړو کانديدانو ترمنځ تر ليدنې وروسته د تحول او تداوم د ټيم وياند فيض الله ذکي ويلي وو، چې د دواړو کانديدانو ترمنځ خبرې پرمختګ کړى او ډېر ژر به ددواړو ترمنځ سياسي موافقه لاسليک شي.

هغه زياته کړې وه، چې دواړه کانديدان به راتلونکې اونۍ بيا سره وګوري .

څو ورځې مخکې د دواړو ټيمونو ترمنځ د ملي يووالي حکومت د جوړولو په اړه يو کمېسيون هم جوړ شوى و، دغه کمېسيون تر څو غونډو وروسته خپلې پرېکړې دواړو کانديدانو ته وړاندې کړې  اوس به يې په اړه دوى وروستۍ پرېکړه کوي.

د ملي يووالي د حکومت رامنځته کول، هغه اصطلاح ده چې د اوسنيو ټاکنيزو ناندريو د له منځه وړلو او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په منځګړيتوب، ټاکنيزې لړۍ ته د عبدالله عبدالله د دننه کېدو لپاره مطرح شوې ده .

د ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ (د زمري ١٧مه)  سياسي هوکړه ليک، چې د دواړو له لوري لاسليک شوى؛ دواړو نوماندانو ته اجازه ورکوي، چې په ګډه سره د راتلونکي نظام د جوړېدو لپاره اقدام وکړي.

په  ياده درې ماده يي هوکړه ليک کې راغلي، چې د ١٣٩٣ کال د ټاکنو بريالى نوماند له هغه وروسته، چې د هېواد چارې په لاس کې واخلي، نو له ځنډ پرته به د حکومت اجرائيوي رياست پست رامنځته کوي او د دوو کلونو په ترڅ کې به د اجرائيوي لوى وزير پر څوکۍ د بدلېدو په موخه لويه جرګه رابلل کېږي.

تر اوسه ددواړو ټيمونو ترمنځ د  اختلاف تر ټولو مهمه موضوع د اجرائيوي رياست پر واکونو ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.