ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بټي کوټ ته چيچنايي او پنجابي وسله وال راغلي

بټي کوټ ته چيچنايي او پنجابي وسله وال راغلي

author avatar
23 Aug 2014 - 15:07
بټي کوټ ته چيچنايي او پنجابي وسله وال راغلي
author avatar
23 Aug 2014 - 15:07

جلال اباد ( پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٣ ) : د ننګرهار  بټي کوټ ولسوالۍ ته چيچنايي او پنجابي وسله وال راغلي او غواړي چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت خراب او په خپله ولکه کې يې راولي.

دغه څرګندونې د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب د وږي په لومړۍ نېټه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه زياته کړه، چې دغې ولسوالۍ ته چيچنايي او پنجابي وسله وال راغلي، چې مشري يې پنجابيان کوي او غواړي په دغې ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت ترينګلى کړي.

د نوموړي په وينا، دوى يې د مخنيوي په موخه بېلابېل پلانونه په لاره اچولي او هېڅکله به وسله والو ته اجازه ورنه کړي ، چې په بټي کوټ او شاوخوا سيمو کې ناامني رامنځته کړي.

ولسوال وايي : (( په دغه سيمه کې موږ نفوذ لرو، د پخوا په پرتله دلته اوس پوځونه هم کم دي ، خو کشفي ارګانونه مو فعال شوي دي. ))

د نوموړي په وينا ، د وسله والو په ليکو کې د پولې د پورې غاړې قبايل افريدي هم شامل دي او د ګاونډي هېواد پاکستان له لوري تمويليږي .

ده زياته کړه ، چې د سيمې خلک هم د يادو وسله والو له ظلمونو تنګ شوي او ډېرى وخت پر کورونو په زوره مېلمانه کېږي او له هغوى ډودۍ خوري.

حاجي غالب وايي : (( دوى اکثره وخت په جوماتونو کې اوسيږي، خو موږ بيا پر جوماتونو بريدونه نه کوو، ځکه موږ د جومات درناوى کوو او لوړ پوړو چارواکو پر جوماتونو د بريد نه کولو حکم کړى دى. ))

د ولسوال په وينا ، په دغه ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو فعاليدو سره يې په ولسوالۍ کې امنيت ښه شوى دى.

ده وويل ، اوس ولسي وګړي هم له دوى غوښتنه کوي ، چې سيمه ييز پوليس دې ورته زيات کړي او دوى تيار دي، چې په کې برخه واخلي.

د بټي کوټ د ولسوال په خبره ، چې د پخوا په پرتله امنيت ډېر ښه شوى او  له مرکزي ادارې څخه غوښتنه کوي ، چې په دغه ولسوالۍ کې دې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل زيات کړي.

ددې ولسوالۍ يو تن قومي مشر ملک نصيب هم تاييدوي، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې دا مهال بهرني وسله وال مېشت دي او وخت ناوخته پر دولتي تاسيساتو او پر سړک غلچکي بريدونه کوي.

دى وايي ، چې په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو په فعاليدو سره امنيتي ستونزې راکمې شوي، خو که چېرې ياد پوليس زيات شي، نو مشکلات به نور هم راکم شي.

ملک نصيب زياته کړه:(( له ګاونډي هېواد پاکستان نه دلته وسله وال راځي او هغوى يې تمويلوي، نو که چېرې سيمه ييز پوليس زيات شي د وسله والو مخه به ونيول شي.))

د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکى احساس هم ورته خبره کوي او وايي، چې د پخوا په پرتله په بټي کوټ ولسوالۍ کې امنيت ښه شوى او لامل يې د سيمه ييزو پوليسو فعاليدل دي.

د ده په خبره ، که چېرې سيمه ييز پوليس زيات شي، نو کېداى شي امنيت نور هم ښه شي او هغه غلچکي بريدونه چې وخت ناوخته ترسره کيږي له منځه لاړشي.

احساس وويل: (( پخوا دلته حالات ډېر خراب وو، مګر اوس د خداى فضل دى مشکلات کم شوي، خو په دې وروستيو کې بهرني وسله وال راغلي، خو لا يې شتون کوم جوت تغيير نه دى راوړى.))

ياده دې وي ، چې له دې وړاندې د بټي کوټ چارواکو ويلي وو، چې وسله وال مخالفين د بټي کوټ ولسوالۍ ددولتي فارمونو له کروندګرو څخه عشر او اجاره اخلي او خپل ځان پرې تمويلوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.