ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چهاردرې ولسوالۍ په عملياتو کې ٢٥ عام وګړي ټپيان شوي

author avatar
23 Aug 2014 - 19:24
author avatar
23 Aug 2014 - 19:24

 کندوز (پژواک د وږي لومړى نېټه ٩٣): د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال ٨ وسله وال مخالفين وژل شوي، همدارنګه لس کلي د وسله والو له شتون پاک او په ترڅ کې يې د ماشومانو او ښځو په ګډون ٢٥ عام وګړي ټپيان شوي دي.

 شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو  رييس ارکان  جنرال غلام حيدر، چې په چهاردرې کې د يادو عملياتو مشري پر غاړه لري وايي، په دغو عملياتو کې ٨ وسله وال وژل شوي او د څو تنو مړي يې په سيمه کې پاتې دي.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد عمليات “شاهين ٢” نومېږي، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې پيل شوي او يتيم، ماماخېل، مدرسې او نهر سيمې يې د وسله والو طالبانو له شتون  څخه پاکې کړې دي.

 جنرال حيدر زياته کړه، چې وسله وال طالبان د کندوز مرکز ګورتپې او توبره کش سيمو ته تښتېدلي او کله چې په چهاردرې ولسوالۍ کې عمليات پاى ته ورسېدل ، نو د دغو عملياتو لړۍ به يادو سيمو ته هم وغځوي او طالبان به په ټولو سيمو کې وځپي.

 د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وويل، چې د چهادرې ولسوالۍ په عملياتو کې ١١ وسله وال مخالفين او دوه ملي پوليس هم ټپيان شوي دي.

 د هغه په وينا، د طالبانو له وجود څخه تر اوسه پورې لس کلي پاک شوي او عمليات دوام لري.

 خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په چهاردرې کې يې ٢١ پوليس، اربکيان او د ملي اردو سرتېري وژلي او لسګونه نور ټپيان دي.

 هغه وويل، چې طالبان اوس هم په سيمه کې شتون لري او په دغه جګړه کې يواځې دوه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

امنيتي چارواکي وايي، چې د عملياتو په ترڅ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 خو د کندوز حوزوي روغتون مشر ډاکټر عبدالقدوس مياخېل وويل، چې د چهاردرې په وروستيو نښتو کې ٢٥ ملکيان ټپيان شوي او اوسمهال په ياد روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

 هغه وويل، چې په ټپيانو کې درې ښځې او ماشومان هم شامل دي او يو شمېر نور ټپيان له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

 د راپور له مخې، په کندوز ښار کې هم د درنو او سپکو وسلو اوازونه اورېدل کېږي.

 دوه ورځې وړاندې، د چهاردرې، دشت ارچي او د خان اباد ولسواليو سلګونه بېځايه شويو کورنيو په کندوز ښار کې لاريون وکړ او ګواښ يې کاوه، چې که  د دوى امنيت ټينګ نه شي او خپلو کورنو ته د بيرته ګرځېدو زمينه ورته برابره نه شي ، نو د دولت او طالبانو پر وړاندې به پاڅون وکړي.

 خو د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي کندوز ته په ياده ورځ د خپل سفر په ترڅ کې ويلي و، چې په بېلابېلو سيمو کې يې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي او د عملياتو له پاى ته رسېدو وروسته به د دغه ولايت په نا امنو سيمو کې زيات شمېر سرتېري مېشت کړي، څو د ټولو زيانمنو سيمو وګړي په امن کې ژوند وکړي او دوى ته خپلو سيمو ته د بيرته راګرځېدو زمينه برابره شي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.