ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ بورډ او ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو

د کرکټ بورډ او ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو

author avatar
23 Aug 2014 - 16:03
د کرکټ بورډ او ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو
author avatar
23 Aug 2014 - 16:03

کابل ( پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٣ ) : د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ترمنځ د ځوانانو په برخه کې د ګډو فعاليتونو او همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.

پر دغه هوکړه ليک دافغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ادارې د مشرې مېرمن ډاکټر انيت رابرټسن ترمنځ لاسليک شو.

په دې اړه جوړې شوې خبري غونډې ته د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وويل، چې کرکټ په افغانستان کې د ځوانانو لپاره د پرمختيايي او ټولنيزو فعاليتونو په موخه يو هراړخېز چوکاټ دی.

هغه زياته کړه، چې  د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د ځوانانو او مېرمنو په برخه کې د کار او فعاليتونو اوږده مخينه لري او  د افغانستان کرکټ بورډ له ادارې سره د دوی هوکړه او ګډ فعاليتونه د دوی پر عملياتي بهير خورا مثبته اغېزه کولای شي.

 نوموړي زياته کړه، کرکټ اوس په افغانستان کې د يوې پياوړې قوې په توګه د ګڼ شمېر ځوانانو راجلبولو او په پراخه کچه تر نړيوالو ډګرونو د تګ له امله د ټولو نړيوالو ادارو پاملرنه د ځان پر لوري راجلب کړې ده.

ډاکټر مراد زياته کړه : ((  د ملګرو ملتونو د يونيسيف ادارې وروسته او اوس د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) سره  هوکړه ليک لاسليکول ، په عملي ډګر کې د ستر کار ښکارندوي کوي.))

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) مشره مېرمن ډاکټر انيت رابرټسن د افغانستان کرکټ بورډ له بريالي پرمختګ څخه يادونه وکړه او ويې ويل چې دا د دوى لپاره د خوښۍ ځای دی ، چې له يوې داسې ادارې سره هوکړه ليک لاسليکوي.

د هغې په وينا، کرکټ نه يواځې په نړيواله کچه سترې لاسته راوړنې لري ، بلکې له غوره اداري جوړښت څخه هم برخمنه ده.

کرکټ په افغانستان کې د مخکښې سپورټي شبکې په توګه د ځوانانو لپاره د کار په ډګر کې خپل موثريت تر پراخه بريده په ډاګه کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريدهوتک پژواک اژانس ته وويل ، چې ددې هوکړه ليک له مخې به د ملګرو ملتونو ياده اداره د لوبو پر مهال خپل پيغامونه خپروي او هغوى به د افغانستان ښځينه کرکټ څانګې سره همکاري کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.