تالقان ( پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٣ ) : په تخار ولايت کې ديوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه ديني عالمان مړه شوي دي.
د تخار د والي وياند سنت الله تيموري د وږي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته د تالقان او هزار سمچ ولسوالۍ ترمنځ لاره کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې نن په تالقان ښار کې ديوې ديني مدرسې ددستاربندۍ مراسم وو، کله چې په يادو مراسمو کې له ګډون وروسته شپږ تنه ديني عالمان هزار سمچ ولسوالۍ ته روان وو، نو په لاره کې يې موټر چپه شوى دى.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې څلور تنه ديني عالمان مړه او دوه نور يې ټپيان شوي دي.
تيموري د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه، چې د درملنې په موخه کندوز ولايت ته لېږدول شوي دي.
د والي وياند د ترافيکي پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي او د يادې ولسوالۍ خراب سړک وباله.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن