دوهم تعقيب، لښکرګاه (پژواک د وږي لومړۍ نېټه ٩٣): د هلمند چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز لښکرګاه کې د پوليسو پر پوستې د موټربم ځانمرګى بريد شوى، چې له امله يې ١٦ تنه ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د شنبې په ورځ (د وږي لومړۍ نېټه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد د لښکرګاه اړوند د پله پر امنيتي پوستې نن ماخوستن په شاوخوا اووه نيمې بجې شوى دى.
ده زياته کړه، په ټپيانو کې د دوو ماشومانو په ګډون ١٤ عام وګړي او دوه پوليس شامل دي.
په سيمه کې د ګلالي په نوم يوه پوليس پژواک اژانس ته وويل، چې ځانمرګي د پوستې خواته موټر نږدې کړ او چاودنه يې ورکړه.
د لښکرګاه د ايمرجنسي روغتون يوه ډاکټر چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، چې دوى ته تراوسه پورې له يادې پېښې څخه د دوو پوليس په ګډون لس ټپيان ور وړل شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن