ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زده کوونکي: د کندهار د پوهنې رياست د فراغتپاڼو په وېش کې فساد کوي

زده کوونکي: د کندهار د پوهنې رياست د فراغتپاڼو په وېش کې فساد کوي

author avatar
24 Aug 2014 - 14:02
زده کوونکي: د کندهار د پوهنې رياست د فراغتپاڼو په وېش کې فساد کوي
author avatar
24 Aug 2014 - 14:02

کندهار (پژواک ٢ وږى ٩٣): په کندهار کې د دوولسم ټولګيو يو شمېر فارغان شکايت کوي، چې د فراغت پاڼو د ورکړې په بدل کې ورڅخه تر ټاکلې اندازې ډېرې پيسې اخيستل کېږي.

زده کوونکي وايي، تر دې وړاندې يې د فراغت اسناد ډېر ځنډول کېدل، خو اوس بيا د فراغت د اسنادو په بدل کې له هر زده کوونکي ٢٠٠٠ افغانۍ اخيستل کېږي، چې د ځينو لپاره يې ورکول سخت تمامېږي.

د کندهار ښار د ظاهرشاهي لېسې يو زده کوونکى نصيراحمد چې د همدې لېسې له دوولسم ټولګي فارغ شوى وايي، چې د فراغت د اسنادو د ورکړې په بدل کې ورڅخه دوه زره افغانۍ اخيستل شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، ډېره ناچاره او غريب زده کوونکي شته چې د شهادتنامې په بدل کې د دومره ډېرو پيسو د ورکړې توان نه لري، په کار ده د دغه کار مخنيوى وشي.

د ده د معلوماتو له مخې، د لېسو مسوولين په داسې حال کې له زده کوونکي د فراغت د اسنادو پر سر دوه زره افغانۍ اخلي چې د لګښت لپاره يې ٢٥٠ افغانۍ ټاکل شوې دي.

د کندهار ښار يو بل اوسېدونکى عبيدالله پوپل هم وايي چې له ورور څخه يې د دوولسم صنف د شهادتنامې د ورکولو په بدل کې ٢ زره افغانۍ اخيستل شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، ورور يې په تيمورشاهي لېسه کې زده کړې کوي او سږ کال د دې لېسې له دوولسم ټولګي ٨٠ زده کوونکي فارغ شوي، چې په دې توګه د ټولو زده کوونکو له خوا ورکړل شوې پيسې ١٦٠زره افغانۍ کېږي.

نوموړي د فراغت د اسنادو په بدل کې د زياتو پيسو اخيستل ښکاره درغلي او فساد بولي او د پوهنې رياست له مسوولينو يې د مخنيوي غوښتنه کوي.

د دوولسم ټولګي يو شمېر فارغين بيا د پيسو اخيستو تر څنګ د شهادتنامو له ځنډ څخه شکايت کوي او وايي چې د لېسې زده کړې يې پاى ته رسولې خو بيا يې هم خپلې شهادتنامې نه دې ترلاسه کړې.

د کندهار ښار د مشرقي عالي لېسې د دوولسم ټولګي يوه فارغ پژواک اژانس ته وويل چې څلور کاله مخکې له همدې لېسې فارغ شوى، خو تر اوسه يې خپله فراغت پاڼه نه ده ترلاسه کړې.

هغه زياته کړه، په وار وار يې د خپلې شهادتنامې لپاره پيسې هم ورکړې، خو بيا هم دغه کار نه دى شوى.

نوموړي د پوهنې رياست له مسوولينو د ستونزو حل غواړي او وايي چې زده کوونکو ته دې د زده کړو په برخه کې اسانتياوې برابرې شي، نه دا چې پر وړاندې يې نورې ستونزې هم جوړې شي.

که څه د لېسې مسوولين د زده کوونکو د دغو شکايتونو په اړه څه نه وايي، خو د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې تر اوسه زده کوونکو په دې اړه هغوى ته شکايت نه دى کړى.

د کندهار د پوهنې رياست وياند نظر محمد صميمي وايي، د دولسم ټولګيو له فارغينو څخه يواځې ٢٥٠ افغانۍ کابل ته د تګ راتګ او د شهادتنامو د راوړلو په موخه اخيستل کېږي.

هغه پژواک ته وويل، تر ټاکلې اندازې زياتې پيسې اخيستل فساد دى، هغوى به په دې څېړنې وکړي او که دغسې موارد وليدل شي نور په اړه به يې قانوني اقدام وشي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.