ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې د ٣٠ ښوونځيو ودانۍ پرانيستل شوې

په سرپل کې د ٣٠ ښوونځيو ودانۍ پرانيستل شوې

author avatar
26 Aug 2014 - 12:16
په سرپل کې د ٣٠ ښوونځيو ودانۍ پرانيستل شوې
author avatar
26 Aug 2014 - 12:16

سرپل (پژواک ٤ وږى ٩٣): په سرپل ولايت کې د ٣٠ ښوونځيو د ودانيو په پرانيستو د څه باندې ٢٠ زره نجونو او هلکانو لپاره د زده کړې مناسب ځاى پيدا شو.

د سرپل د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د دغو ښوونځيو کار تېر کال پيل شوى و او دا دى اوس بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د سرپل د پوهنې رييس عبدالغفور سرپلي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ښوونځي په مرکز او شپږ ګونو ولسواليو کې جوړ شوي او د څه باندې ٢٠ زره نجونو او هلکانو لپاره يې د زده کړې مناسب ځاى چمتو کړى دى.

هغه زياته کړه، چې ښوونځي د ملي پيوستون پروګرام له لارې د دوه ميليونه او شپږ سوه زره امريکايي ډالر لګښت پرې راغلى، چې ځمکه يې د خلکو له خوا په وړيا ډول د پوهنې رياست ته ورکړل شوې ده.

د ګوسفندي ولسوالۍ د التي باى د نجونو لېسې د اتم ټولګي زده کوونکې فرېبا وويل، چې پخوا يې په ويجاړو ټولګيو او خېمو کې درس وايه، خو اوسمهال په پاکو او پخو ټولګو کې درس وايي.

دغه زده کوونکې زياته کړه، چې يو شمېر زده کوونکي د ګرمۍ له امله په خېمو کې درس ويلو  ته حاضر نه وو، خو اوس په زياته لېوالتيا سره خپل درسونه وايي.

د سرپل د پوهنې رييس وويل، چې د روان کال په اوږدو کې د شاوخوا ٢٠٠ نورو ښوونځيو ودانۍ د ملي پيوستون پروګرام، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د بديل معيشت پروګرام او د پوهنې او همکارو موسسو د کيفيت لوړونې پروګرام له لارې پيل شوې، چې کار  يې اوس هم جريان لري.

سرپلي زياته کړه، چې دغه ښوونځي د ملي پيوستونن پروګرام په ٢٦ ميليون ډالره لګښت جوړېږي او ټاکل شوې، چې د روان کال تر پايه بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د هغه په خبره، د دغه کار په بشپړېدو سره د ولايت په کچه يواځې ٣٠ ښوونځي پاتې کېږي چې ودانۍ نه لري.

د پوهنې رييس زياته کړه: ((په بلخاب او سانچارک ولسواليو کې هېڅ کوم ښوونځى بې ودانۍ نه دى پاتې، چې دا خپله يوه ستره لاسته راوړنه ده او موږ کوښښ کوو چې په ټولو ولسواليو او مرکز کې هم د بې ودانيو ښوونځيو کچه صفر شي.))

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سرپل ولايت په کچه ٣٧٠ ښوونځي شته، چې د ٤٠ سلنه نجونو په ګډون په کې ١٥٠ زره زده کوونکو ته د ٣٢٠٠ ښوونکو له خوا زده کړه ورکول کېږي.

 

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.