ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رايو د تفتيش پروسه د ناڅرګندو لاملونو په سبب نه ده پيل شوې

د رايو د تفتيش پروسه د ناڅرګندو لاملونو په سبب نه ده پيل شوې

author avatar
27 Aug 2014 - 11:59
د رايو د تفتيش پروسه د ناڅرګندو لاملونو په سبب نه ده پيل شوې
author avatar
27 Aug 2014 - 11:59

کابل(پژواک، ٥ وږى ٩٣): د رايو د تفتيش بهير، چې هره ورځ به شاوخوا سهار اوه بجې پيلېده، تراوسه( لس نيمې بجې) د نا څرګندو لاملونو په سبب نه دى پيل شوى.

 يو سرچينې د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي، د تحول او تدوام ټاکنيزې ډلې غړي او د ملګرو ملتونو استازي د بيا څېړنې پروسې د پيل په اړه په خبرو بوخت دي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون څخه د پژواک خبريال وايي، چې تر اوسه( ١٠:٣٠) هم د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنيزې ډلې غړي په کمېسيون کې نه ليدل کېږي.

 په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسيون چارواکو  او د دواړو ټاکنيزو ډلو غړو د تفتيش پروسې د نه پېلدو لامل نه دى څرګند کړى.

د رايو د تفتيش پروسه نن په داسې حال کې پيل نه شوه، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنيزې ډلې تېره ورځ ويلي و ، چې که د دوى تخنيکي غوښتنې تر سبا ورځې( د وږي ٥مه) پورې ونه منل شي، نو د ټاکنو پروسه به تحريم کړي.

د ډاکټر عبدالله د تخنيکي ډلې مشر فضل احمد معنوي تېره ورځ په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د رايو د بيا څېړنې بهير تر ” سياسي سيوري” لاندې مخته ځي.

بله خوا  ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي ( يوناما) دفتر وايي، چې که  له دواړو ټاکنيزو ټيمونو څخه يو يې د بيا څېړنې بهير تحريم کړي،  دوى او همدارنګه کورني او بهرني څارونکي به خپل ګډون ته پراختيا ورکړي، څو ددغه بهير اعتبار تضمين شي.

دغه بهير له پيل نه تر اوسه پورې څلور ځله د دواړو ټاکنيزو ټيمونو ترمنځ د نظري اختلافاتو په سبب درېدلى دى.

د ولسمشرۍ لومړي پړوا ټاکنې د وري مياشتې په ١٦مه او دويم پړاو د غبرګولي په ٢٤مه تر سره شوې، خو د ټاکنيزو ټيمونو ترمنځ د اختلافاتو او په ټاکنو کې د پراخه تقلب د ادعا له مخې، تر اوسه وروستۍ پايله نه ده اعلان شوې او د ټولو رايو د تفتيش بهير تر تېر ماښام پورې روان و.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.