ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شمال په پنځو ولايتونو کې د شمشاد تلوېزيون خپرونې بندې شوې دي

د شمال په پنځو ولايتونو کې د شمشاد تلوېزيون خپرونې بندې شوې دي

author avatar
27 Aug 2014 - 14:23
د شمال په پنځو ولايتونو کې د شمشاد تلوېزيون خپرونې بندې شوې دي
author avatar
27 Aug 2014 - 14:23

مزار شريف ( پژواک، ٥ وږى ٩٣ ) : په بلخ ولايت کې د شمشاد خصوصي تلوېزيون د انتن سوځېدو له امله په پنځو شمالي ولايتونو کې يې خپرونې بندې شوې دي.

په شمال کې د يادو تلوېزيون خبريال عبدالمتين سهاک د وږي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره ورځ په مزار شريف ښار کې يې د تلوېزيون انتن او شلتر سوځېدلى دى.

هغه زياته کړه ، چې که څه هم تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې، چې ددې سوځېدا لامل څه دى، خو وايي چې دوى شک لري، دا کار به قصدا ً شوى وي.

د نوموړي په وينا، د انتن د سوځېدو له امله  يې د شمال په پنځو ولايتونو کې خپرونې بندې شوې دي، يواځې د ډيش يا کيبل له لارې کتل کېداى شي .

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک اژانس ته ومنله، چې د شمشاد خصوصي تلوېزيون انتن سوځېدلى دى.

هغه زياته کړه، چې دغه انتن د برېښنا د شارتۍ او د کارکوونکو د غفلت له امله سوځېدلى او د دوى څېړنو ثابته کړې، چې قصداً دغه کار نه دى شوى.

د مزار شريف ښار يوه اوسېدونکي سيد رحيم پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له تېرې ورځې راهيسې د شمشاد له خپرونو بې برخې شوي دي.

نوموړي له اړوندو مسوولينو وغوښتل ، چې ژر تر ژره دې انتن ترميم کړي، څو دوى وکړاى شي په عادي انتن د شمشاد خپرونې وګوري.

بلخواد افغانستان د خپلواکه ژورنالېستانو د ټولنې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د شمشاد د انتن د سوځېدو د پلټنو غوښتنه شوې ده.

د يادې ټولنې له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى د بلخ په مرکز مزارشريف کې د شمشاد تلوېزيون د نشراتي سايټ سوځېدل په کلکه غندي .

د شمشاد تلوېزيون چارواکي وايي ، چې په دې کې د دوی د تلوېزيون او اف ام د ترانسميټرونو په ګډون ټول نشراتي وسايل په بشپړ ډول له منځه تللي دي . دوی دا شک هم ښودلی ، چې دغه سايټ ته ګواکې د نامعلومه کسانو له لوري قصدا د سوځوونکو موادو پر مټ اور اچول شوی دی .

 د افغانستان د ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه د دغو شکونو سپينول د بلخ د امنيتي چارواکو مسووليت بولي .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.