لښکرګاه( پژواک ۵ وږى ۹۳) : افغان لوري ته د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د بهرنيو سرتېرو د سترې پوځي اډې ″ ښوراب هوايي ډګر″ سپارلو سره به دې ولايت ته نړيوال ملکي پروازونه پيل شي.
د هلمندوالي تورنجنرال محمدنعيم له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل،چې د ښوراب هوايي ډګر له تېرو اتو کلونو راهيسې د بهرنيو سرتېرو د پوځي اډې په توګه کارول کېږي.
والي وايي: (( د دې هوايي ډګر د انتقال په اړه مو له اړوندو افغان او بهرنيو پوځي ادارو سره خبرې کړي او پر ژر انتقال يې هوکړې ته رسېدلي يو.))
د هلمند د والي په وينا، د دې هوايي ډګر له سپارلو سره سم به دې ولايت ته کورني او نړيوال ملکي پروازونه پيل شي، چې له امله به يې د دوى پر اقتصاد ښه اغېز ولري.
والي زياته کړه، چې د ښوراب هوايي ډګر په نړيوالو معيارونو جوړ شوى او افغان دولت ته په سپارلو سره به ترې د پوځي او مسافر وړونکو الوتکو سربېره بار وړونکې الوتکې هم الوتنې کوي.
د هلمند په مرکز کې د بُست له هوايي ډګره هم ملکي الوتنې کېږي؛ خو چارواکي وايي، چې د ښوراب هوايي ډګر په نړيوالو معيارونو برابر او تر بُست هوايي ډګره ستر دى.
د هلمند ولايت يوتن پانګه وال سردار محمد پژواک ته وويل، چې افغان لوري ته د ښوراب هوايي ډګر له سپارلو سره به وکړاى شي بهرني سفرونه وکړي او خپل توکي په اسانۍ سره صادر او وارد کړي.
ده وويل:(( د بُست هوايي ډګر شته ؛خو نړيوالو الوتنو ته نه دى جوړ؛له ښوراب څخه د الوتنو له پيلېدو سره ډېرې اسانتياوې رامنځ ته شي،حاصلات به د هوا له لارې صادرېږي او بهرني سوداګر به هم دې ولايت ته راځي .))
د هلمند مستوفي عبدالرشيد ستانکزي پژواک ته وويل، چې د دې هوايي ډګر په تسليمېدو سره سم به هلته د ګمرک يوه څانګه فعال کړي او په دې کار به کورني عوايد لوړ شي.
هغه وايي:(( د ښوراب هوايي ډګر له تسليمېدو سره به مو نړيوالې راکړې ورکړې پيل شي، د دې ولايت او سيمې په کچه به کرنيز محصولات په اسانۍ سره نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.))
د ۲۱۵ ميوند قول اردو مرستيال جنرال غلام فاروق پرواني پژواک ته وويل، چې دا هوايي ډګر د هېواد په کچه په لوى هوايي ډګرونو کې شمېرل کېږي، دوه ځغاست ليکې او ډېرې اسانتياوې لري.
د پرواني په وينا، چې د دې هوايي ډګر يوه برخه به د افغان پوځيانو له لوري د پوځي الوتنو لپاره کارول کېږي.
نوموړي هم تاييد کړه، چې ډېر ژر به د ښوراب هوايي ډګر افغان لوري ته وسپاري.
پرواني زياته کړه، چې امنيتي ادارې د دې هوايي ډګر د امنيت لپاره ځانګړي پلانونه لري.
په هلمند ولايت کې مېشتو بهرنيو پوځيانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پر هلمند ولايت سربېره د هېواد په يوشمېر نور ولايتونو کې هم بهرنيو پوځيانو په ولايتي ملکي هوايي ډګرونو کې پوځي اډې جوړې کړي او له څو کلونو راهيسې ورته ملکې الوتنې نه کېږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن