ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې لس تنه ووژل شول

فراه کې لس تنه ووژل شول

author avatar
27 Aug 2014 - 17:40
فراه کې لس تنه ووژل شول
author avatar
27 Aug 2014 - 17:40

فراه ( پژواک ٥ وږى ٩٣): په فراه کې د ښاري محکمې يو قاضي، پنځه قومي مشران، يو پوليس او درې عام وګړي وژل شوي دي. 

د والي وياند جواد افغان، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته يوه نيمه بجه د فراه د ښاري محکمې يو قاضي مولوي خدايداد، د ناپېژانده موټرسايکل سپرو پر ډزو د فراه ښار د پخوانۍ صرافۍ مخ ته ووژل شو.

د هغه په وينا، بريدکوونکي تښتېدلي او د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.

د فرهاد په نوم يو عيني شاهد وايي، چې مولوي خدايداد په ياده سيمه کې له يوې صرافي ووت چې د سړک پر غاړه تر بريد لاندې راغى او ووژل شو.

دغه راز جواد افغان وايي، چې تېره ورځ مازيګر مهال د پشترود ولسوالۍ د مساو کلي درې اوسېدونکي ، چې له فراه ښار څخه خپلې سيمې ته روان وو، د پشتردو په شهر کهنه سيمه کې د وسله والو په کمين کې وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، نن له غرمې مخکې د بالابلوک د ګراني کلي پنځه تنه قومي مشران وژل شوي دي.

جواد افغان وايي،دغه کسان هغه مهال ووژل شول ، چې د سيمې دقومي مشرانو پر يوه غونډه وسله والو مخالفينو توغندويي بريد وکړ.

د ده په وينا، په دې بريد کې يو تن قومي مشر ټپي شوى هم دى.

خو د همدې کلي اوسېدونکى محمدابراهيم وايي ، چې پنځه قومي مشران فراه ښار ته په يوه موټر کې روان وو، چې د فراه د مرکز په سور سيمه کې د سړک غاړې ماين پر وچاودېد.

د ده په وينا، د ماين له چاودنې وروسته وسله والو طالبانو پر يادو قومي مشرانو ډزې کړي او وژلي يې دي.

دى وايي، چې په دې بريد کې يو پوليس سرتېرى هم وژل شوى دى.

د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.