ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت: د افغانستان په ناامنيو کې د پاکستان لاسوهنه زياته شوې

ملي امنيت: د افغانستان په ناامنيو کې د پاکستان لاسوهنه زياته شوې

author avatar
27 Aug 2014 - 18:03
ملي امنيت: د افغانستان په ناامنيو کې د پاکستان لاسوهنه زياته شوې
author avatar
27 Aug 2014 - 18:03

کابل (پژواک ٥ وږى ٩٣): د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې د پاکستان استخباراتي کړۍ د افغانستان په نا امنيو کې په مستقيم ډول لاس لري او غواړي، چې هېواد د بې ثباتۍ، سياسي بحران او نا امنيو لوري ته کش کړي.

د دغه رياست وياند حسيب صديقي نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل،  دوى داسې کره او موثق معلومات لري، چې په هېواد کې د پاکستان لاسوهنه ډېره شوې ده.

 د هغه په وينا، د پاکستان د استخباراتو سازمان (ISI) په دې وروستيو کې نه يواځې دا چې د جګړې تبليغ ته خپل پام زيات کړى، بلکې په مستقيم ډول هڅه کوي، چې په افغانستان کې سياسي بحران او بې ثباتي رامنځته کړي.

 د ملي امنيت رياست وياند زياته کړه: ” موږ پخوا هم پاکستان ته موثق او کره اسناد وړاندې کړي، خو له بده مرغه له پاکستان سره د تروريزم پر وړاندې زموږ اطلاعاتي همکارۍ کوم پايله نه درلوده او له هغوى څخه د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له همکارۍ کولو خوښ نه يو.”

 صديقي وويل، چې که د پاکستان حکومت په دې اړه د معلوماتو ورکولو غوښتنه وکړي، نو دوى به ورته نوي او کره معلومات وړاندې کړي.

د هغه په وينا، کله چې د ملي امنيت عمومي رياست د وسله والو مخالفينو د مرکزونو په اړه معلومات تر لاسه کړي او وغواړي، چې پر وړاندې يې اقدام وکړي نو پاکستان د دې لپاره چې د دغه رياست د معلوماتو کره توب تر پوښتنې لاندې راولي، هغه ټول مرکزونه له يوه ځاى څخه بل ځاى ته ولېږدوي.

 دا په داسې حال کې ده، چې پرون د نورستان ولايت يو شمېر استازو کابل کې په يوه ناسته کې وويل، چې په دغه ولايت کې د روانې جګړې مديريت، د ډيورنډ له کرښې د هاخوا استخباراتي کړيو له لوري پر مخ وړل کېږي، د نورستان ولايت ٨٠ سلنه سيمې د مخالفينو تر واک لاندې دي او که چېرې دولت ورته پاملرنه ونه کړي، نو دغه ولايت به ډېر ژر د دولت له ولکې ووځي.

 د ملي امنيت عمومي رياست وياند وويل، چې د پاکستان حکومت نه يواځې دا چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې مرسته نه ده کړې، بلکې د وزيرستان په جګړه کې يې تر اوسه پورې د حقاني شبکې کوم غړى نه نيولى او نه هم وژل شوى دى.

 څه موده وړاندې افغان دولتي چارواکو ويلي و، چې پاکستان پر شمالي وزيرستان باندې د عملياتو پر مهال د حقاني ډله په يوه کاروان کې له يادې سيمې څخه خوندي ځايونو ته لېږدولې ده.

 د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې په دغو وروستيو کې وسله والو مخالفينو خپل ډېر پام د شمال،  شمال ختيځو، سوېل او سوېل لوېديځو سيمو ته اړولى دى.

 

نوموړي د فارياب ولايت د قيصار او هلمند ولايت د سنګين له ولسواليو يادونه وکړه او ويې ويل، چې وسله والو مخالفينو تر ډېره په دغو سيمو  تمرکز کړى، خو امنيتي ځواکونه ډېر پياوړي دي، وسله وال مخالفين يې په ډېرو سيمو کې کمزوري کړي او هغوى به هيڅکله هم ترې خپلو موخو ته ونه رسيږي.

 د فارياب والي محمد الله بتاش دوه ورځې وړاندې پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې په غورماچ او قيصار ولسواليو کې د روانې جګړې مشرتوب پاکستاني، ازبکستاني، چيچني او تاجکستاني طالبان پر غاړه لري.

 هغه ادعا وکړه، په دغه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري په وروستيو عملياتو کې د طالبانو د ٧ قوماندانانو په ګډون ٧٥ وسله وال مخالفين وژل شوي او له سلو ډېر نور ټپيان دي.

 همدرانګه د هلمند والي محمد نعيم وويل، چې وسله والو مخالفينو يوځل بيا د سنګين ولسوالۍ د نيولو په موخه خپلې هلې ځلې پيل کړي، خو امنيتي ځواکونو يې مخه نيولې ده.

 د هلمند سيمه ييزو چارواکو ويلي و، چې د سنګين ولسوالۍ په جګړه کې ٤٠٠ وسله وال مخالفين، ٢٧٠ دولتي سرتېري او ٢٣٠ عام وګړي وژل شوي دي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.