ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار او ميدان وردګو کې د بيارغونې پنځه پروژې پيل شوې

په ننګرهار او ميدان وردګو کې د بيارغونې پنځه پروژې پيل شوې

author avatar
27 Aug 2014 - 17:22
په ننګرهار او ميدان وردګو کې د بيارغونې پنځه پروژې پيل شوې
author avatar
27 Aug 2014 - 17:22

جلال اباد،ميدانښار (پژواک ٥ وږى٩٣): د ننګرهار په عامې روغتيا رياست کې د نږدې يو ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت د بيارغونې بېلابېلې پروژې پيل شوې.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب کاموال د وږي په ٥مه، ددې پروژو د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې د ٩٥٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت په مرکزي روغتون کې د څلورو پروژو پرانيسته وکړه.

نوموړى زياته کړه، چې په دې پروژوکې د روغتون ودانۍ دننه د لارو او سړکونو پخول، د بېړنيو پېښو د ودانۍ بيارغونه او تجهيز ، درېيمه پروژه يې د “اى سي يو”  يا جدي پاملرنو د تعمير بيارغونه او تجهيز ده ، چې په مرکزي روغتون کې ورته ستره اړتيا ليدل کيږي.

د هغه په وينا، څلورمه پروژه د پخواني انستيتيوت د تعمير بيارغونه ده ، چې د کورنيو ناروغانو د سرويس ګټه به ترې اخيستل کېږي .

دى وايي، چې يادې څلور واړه پروژې به د يوه کال په موده کې پاى ته ورسيږي او لګښت به يې د عامې روغتيا د وزارت له لوري ورکول کېږي.

د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين د يادو پروژو پر پرانيسته خوښي وښوده او زياته يې کړه ، چې په ننګرهار کې له بل هر ولايت څخه زياتو روغتيايي خدماتو ته اړتيا ده.

دى وايي ، چې د ياد ولايت مرکزي روغتون ته دکونړ،نورستان او لغمان ولايتونو ناروغان هم راځي، نو په دې خاطر په روغتون کې ګڼه ګوڼه زياته وي.

دى وايي ، چې د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د مرکزي روغتون لپاره به په نږدې وخت کې د يوې بلې ودانۍ د جوړولو چارې هم پيل شي.

د يوه بل خبر له مخې، په ميدان وردګو ولايت کې د ٣١ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د يوه جمنازيم د جوړولو چارې پيل شوې.

 د ميدان وردګو ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل ، چې دغه جمنازيم  به په ۱۵۷۵ متره مربع ځمکه کې  د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت په مالي لګښت د يوه کال په موده کې جوړ او ګټې اخيستنې وسپارل شي .

د هغه په وينا، ياد جمنازيم به د موټرو تمځای او بېلابېلو خونو په درلودو سر بېره د شاوخوا ۳۵ لوبو لپاره د لوبو ځايونه ولري،چې په بېلابېلو وختونو کې به په کې لوبې ترسره شي .

ددغه جمنازيم د کار د پرانيستې په مراسمو کې مرستيال والي ذاکرحسين سلطاني د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت څخه مننه وکړه،چې په دغه ولايت کې يې بېلابېلې پروژې پلې او تر کار لاندې نيولې دي .

هغه همدا راز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له مسوولينو څخه غوښتنه وکړه، چې په دغه ولايت کې دې نورې پروژې هم پلې کړي .

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال هارون الرشيد شېرزاد ژمنه وکړه،چې په دغه ولايت کې به نورې پروژې هم پلې کړي .

ددې ولايت يو تن لوبغاړى حميدالله وايي ، چې د لوبو لپاره دوى مناسب ځاى نه لري، چې له امله يې دوى نه شي کولى خپلو تمريناتو ته ادامه ورکړي.

هغه له حکومت څخه مننه وکړه، چې په ميدانښار کې يې د يوه جمنازيم د جوړولو کار پيل کړ.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.