کابل (پژواک ٥ وږى ٩٣): د امريکا او ايساف ځواکونو نوى عمومي قوماندان وايي، له افغان امنيتي ځواکونو او حکومت سره به ښې کاري اړيکې ولري.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه د وږي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي نن د امريکا او ايساف ځواکونو له نوي عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل سره په ارګ کې تعرفي ملاقات وکړ.
سرچينې زياته کړې، ولسمشر کرزي، کمپبل ته د ښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې، نوموړي ته په خپل ماموريت کې د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو او سمبالولو په بهير کې د برياليتوب هيله وکړه.
سرچينه کاږي، جنرال کمپبل په مقابل کې له حامد کرزي څخه مننه وکړه، چې نوموړى يې په خپل حضور کې ومانه.
ده ډاډ څرګند کړى، چې له افغان امنيتي ځواکونو او حکومت سره به ښې کاري اړيکې ولري.
بايد روښانه شي، چې د امريکايي او ايساف ځواکونو قوماندان جنرل جوزف ډنفورډ ماموريت پرون پاى ته ورسېد او پرځاى يې جنرال جان کمپبل وټاکل شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن