لښکرګاه (پژواک ۶وږى ٩٣): ناپېژاندو وسله والو د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د دې ولايت د ملي امنيت دوه کارکوونکي وژلي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو د لښکرګاه د طالبانو د نومرو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ملي امنيت رياست بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.
په لښکرګاه کې د يوه خصوصي پوهنتون يوه محصل پژواک ته وويل، په دغه بريد کې دوه وروڼه چې دواړو په ملي امنيت کې کار کاوه، وژل شوي او د کورنۍ يوه ښځينه غړې يې هم ټپي شوې ده.
د ده په وينا، يو تن وژل شوی کس برهان الدين نومېده او د ياد پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د درېيم کال محصل و.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه پورې رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن