ميدانښار ( پژواک ٦ وږى ۹۳ ) : د ميدان وردګو يو شمېر اوسېدونکې وايي ، چې که په دغه ولايت کې طبعي ځنګلونو ته ځانګړې پاملرنه ونه شي،نو ډېر ژر به له منځه لاړ شي .
د دغه ولايت د جلرېز ولسوالۍ اوسېدونکي شاه زمان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې چارواکي له طعبي ځنګلونو څخه هېڅ ډول ساتنه نه کوي .
هغه زياته کړه :(( ځنګلونو ته اوبه نه ورکول کېږي،نورې پالنې او ساتنې ته يې پاملرنه، نه کېږي او همدا راز ګڼ شمېر خلک ددغو ځنګلونو ونې تر وهلو وروسته پلوري .))
د نرخ ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي ميرويس بيا اندېښنه وښوده،چې په دغې ولسوالۍ کې له ټولو طبعي ځنګلونو څخه په شخصي ډول استفاده کېږي او هغه کسان ،چې ځنګلونو ته نږدې ځمکې لري، دغه ځنګلونه خپل بولي .
هغه پژواک ته وويل: (( هغه کسان،چې ځنګلونو ته يې نږدې ځمکې دي، دغه ځنګلونه د ځان حريم بولي او هېچاته اجازه نه ورکوي،چې د يادو ځنګلونو له لرګيو ګټه واخلي .))
ده له حکومت څخه غوښتنه وکړه،چې دغو ځنګلونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په وينا يې که چارواکي همداسې بې پروا پاتې شي ، نو د څو کلونو په موده کې به په دغې ولسوالۍ کې طبعي ځنګلونه له منځه لاړ شي .
د ميدان وردګو د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير فضل عمر هم تاييدوي،چې په دغه ولايت کې يو شمېر طبعي ځنګلونه د خلکو له خوا نيول شوي او خپل ملکيت يې ګڼي .
نوموړی پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دغه ولايت کې ۶۰۰ هکتاره ځمکه کې ځنګلونه شتون لري،چې اکثره يې طبعي دي .
ده زياته کړه : (( په هغو سيمو کې چې ځنګلونو ته څېرمه د خلکو ځمکې دي،دغه ځنګلونه خپل ګڼي او نه پرېږدي،چې بل څوک ترې استفاده وکړی .))
نوموړی همدا راز وايي، چې دغه ځنګلونه تر دې وړاندې د دوی د ادارې له خوا ساتل کېدل او ساتوونکو ته به يې تنخوا ورکول کېدله، خو اوس مهال د دغو ځنګلونو ساتنه ولسي وګړي کوي .
د کرنې او مالدارۍ د رييس په وينا، په دغه ولايت کې له ټولو ځنګلونو څخه اولسونه ساتنه کوي،ځکه خوندي هم دي او هېڅ ځنګل د له منځه تلو په حال کې نه دی .
ده وويل ، چې د روان کال په ترڅ کې دوی په دغه ولايت کې ۶۱۱۸۰ چينارونه او نورې بېلابېلې ونې په دغو ځنګلونو کې ايښې دي او همدا راز ساتوونکو ته يې د کيتمن بکسه،چې په کې لاسي کراچۍ، د درمل شيندنې ماشين،کيچيوبېل او نور وسايل شامل وو،ورکړي دي .
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن