ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نور: د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې به تر راتلونکو څو ورځو پورې اعلان شي

نور: د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې به تر راتلونکو څو ورځو پورې اعلان شي

author avatar
28 Aug 2014 - 18:58
نور: د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې به تر راتلونکو څو ورځو پورې اعلان شي
author avatar
28 Aug 2014 - 18:58

کابل (پژواک ٦ وږى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د رايو د باطلېدو او تفتيش لړۍ، د ملي او نړيوالو څارونکو او ملګرو ملتونو استازو په حضور کې روانه ده او دغه لړۍ همدارنګه د ١٧ ډيپلوماټيکو بنسټونو له لوري هم څارل کېږي، چې پايلې يې بايد دواړو نوماندانو ته د منلو وړ وي.

که څه هم د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو د رايو د تفتيش لړۍ له تېرو دوه ورځو راهيسې پرېښې او د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ګواښ کړى، چې د رايو د تفتيش لړۍ نه مني، خو د ټاکنو کمېسيون وايي، چې دغه لړۍ د ملي او نړيوالو څارونکو بنسټونو او د ملګرو ملتونو سازمان د استازو او متخصصينو په شتون کې مخ ته روانه ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور، نن په يوې خبري ناسته کې وويل، چې د ملي او نړيوالو څارونکو او د يوناما استازو ترڅنګ، ١٧ ډيپلوماټيک بنسټونه (سفارتخانې) هم د تفتيش له لړۍ څارنه کوي.

هغه زياته کړه، چې ملګري ملتونه په دغه لړۍ کې په مستقيم ډول ښکېل دي او هيله ده، چې کومې ستونزې رامنځته نه شي او د ټاکنو پايله بايد دواړو ټيمونو ته د منلو وړ وي او راتلونکى ولسمشر د خلکو د رايو له مخې وټاکل شي.

نور، د دې خبرې په څرګندولو سره چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې وې، وويل چې نن هم د تفتيش لړۍ د ملي او نړيوالو څارونکو او د ملګرو ملتونو د استازو په شتون کې، له کومې ستونزې پرته د پلان له مخې دوام لري.

د ټاکنو کمېسيون وياند زياته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرېکړه کړې، چې د ټولو رايو د بياشمېرنې لړۍ بايد ژر تر ژره پاى ته ورسيږي او د ټاکنو وروستۍ پايلې بايد له خلکو سره شريکې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان وايي، چې د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو تر منځ د ملي يووالي د حکومت رامنځته کولو په اړه خبرې اترې روانې دي او هڅه کوي، چې په دې اړه يوې پايلې ته ورسيږي او د ټاکنو لړۍ بايد ژر تر ژره پاى ته ورسيږي.

 

امريکا هم هيله څرګنده کړې، چې د ولسمشرۍ دواړه نوماندان د ټاکنو پايلې ومني او ټاکنيزو ناندريو ته د پاى ټکى کېږدي.

ولسمشر کرزي، چې د کار موده يې د ملګرو ملتونو د غوښتنې له مخې يوه مياشت غځېدلې وه، ټينګار کړى، چې نور به د وخت ځنډېدو ته اجازه ورنکړي او د نوي ولسمشر د لوړې مراسم بايد د وږي مياشتې په ١١ مه نېټه تر سره شي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، چې د لړۍ د چټکتيا لپاره يې د تفتيش د لړۍ موده يو ساعت نور هم غځولې او کميسيون هڅه کوي، چې کاري ټيمونه هم زيات کړي. اوسمهال د کاري ټيمونو شمېر ٢٦٠ ټيمونو ته رسيږي.

د کمېسيون وياند، له ملي او نړيوالو څارونکو او مشاهدينو وغوښتل، چې د خپلو څارونکو شمېر زيات کړي.

هغه وويل، چې د لړۍ له پيل څخه تر پرون ماښام پورې، د رايې ورکونې ١٧٤٠٠ صندوقونه، چې د ټولو رايو ٧٦،٢ سلنه جوړوي، تفتيش شوي دي.

د رايو د صندوقونو ټول شمېر ٢٣ زره صندوقونو ته رسيږي، چې له دې ډلې يې ٦ زره صندوقونه د ځانګړې شمېرنې صندوقونه دي. د ځانګړې شمېرنې له ډلې هم ١٤٠٠ صندوقونه تفتيش شوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند وويل، چې کمېسيون په تېرو دوو ناستو کې د رايو د ٦٣٣٤ محلونو په اړه پرېکړه کړې، چې له دې ډلې نن او پرون د ١٤٠ محلونو رايې باطلې شوې دي.

هغه څرګنده کړه، چې کمېسيون به سبا په يوه علني ناسته کې د رايو د درېيو زرو محلونو په اړه وروستى تصميم ونيسي.

 نور زياته کړه، چې تر اوسه پورې د پايلو ١٣٦٠٠ جک لېستونه او جدولونه چې د تفتيش صندوقونو د پايلو او چک لېستونو ٦٠ سلنه جوړوي، سيسټم ته داخل کړل شوي او له دې ډلې يې له لسو زرو څخه زيات نور له وروستي پړاو تېر شوي او وروستۍ پرېکړې ته پاتې دي.

 د ټاکنو کمېسيون وياند څرګنده کړه، که څه هم دواړه ټاکنيز ټيمونه د رايو د تفتيش او باطلېدو په لړۍ کې فزيکي شتون نه لري، خو کمېسيون خپلې ټولې پرېکړې د يوه رسمي مکتوب په ترڅ کې، له دواړو ټاکنيزو ټيمونو سره شريکوي او د هرې ورځې د فعاليتونو د تر سره کولو ټول راپورونه له دواړو ټاکنيزو لوريو سره مطرح کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.